غــــزل
سبـــحاني_الــماس
ژوند دحريت مرګ شهادت غواړمه
دسپين بيرغ سپين امارت غواړمه
زه چي په دښتو کروندو کي ګرځم
ماشوم زړګي ته محبت غواړمه
داخو بچی داحمدشاه غازي يم
چي خپل ناموس لره عزت غواړمه
ماته چي هرڅومره دردونه راکي
بس په دعا ورته جنت غواړمه
کله مي زړه تنګ سي په مينه ژاړم
کله په اوښکو سکونت غواړمه
ته ولي نه صبرېږې ګوره ياره
خو ستا لپاره قربانيت غواړمه
پدې دنيا مو سره نه ولېدل
خير اخرت کي شفاعت غواړمه
وخت د ټوپک دی قلم نه غواړم دا
دجنګ ميدان دی يو وحدت غواړمه
دا “سبحاني” درسره هلته بوزی
چيرته چي زه ورسه الفت غواړمه

















