غزل

رحمت الله نړیوال
سباوون څرک وهي تیارو پسي سهار جوړوي.
ور پسې لمر،راته غرمه کلی دیار جوړوي.
۱: د زړه انګړ نه د اغیارو تورتمونه باسي
له څه ځنډ وروسته یوار بیا روښانه ښار جوړوي.
۲:و سر بایللو ته تیار چې شرینو وګټې
مومن خان ځیر دی،پلان ومرګ ته ښامار جووږي.
۴: دا فرعوني پانسۍ خو ځکه ورته هېڅ ښکاريږي
د وخت موسی ته د قلزم سیندونه لار جوړوي.
۵: مینه کې دومره دی ستي چې ورته یو دي دواړه
که ورته تخت څوک جوړوي که ورته دار جوړوي.
۶:د نړیوال له ملغلرو ورته لپې ډکې
ورو ورو یې پېودي د غزلو رنګین هار جوړوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button