د رحمة للعالمين مبارک ميلاد

س. سيرت

د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د مبارک ميلاد په اړه هر کال  علماء کرام په خپلو غونډو او ويناوو کې اسلام امت ته د هغه د مبارک ژوند د کړنلارې مثالونه ورکوي، څو مسلمانان د نبوي اخلاقو په خپلولو سره د خپل ژوند حال او راتلونکى روښانه کړي.

د اسلامي تاريخپوهانو له څېړنو، د نبي کريم صلى الله عليه وسلم مبارک ميلاد د اسلامي تاريخ ربيع الاول په مياشت کې شوی دى چې علماء کرام اسلامي  نړۍ ته د همدې مياشتې فضليت تر نورو زيات بيانوي. علامه قسطلاني رحمه الله د رحمة للعالمين د مبارک ميلاد په اړه فرمايي:  ځينو تاريخونو د ربيع الاول په لومړۍ اوونۍ کې د مبارک ميلاد يادونه هم کړې ده، خو علماوو ته چې کومو اسلامي څېړنيز تاريخ په لاس ورکړی، هغه د ربيع الاول ١٢مه نېټه او د دوشنبې ورځ ياده شوې ده.

حافظ ابن کثير رحمه الله د خپلو څېړنو په پاى کې ليکلي چې د ربيع الاول مياشت تصديق شوې مياشت ده. مشهور ديني، عالم علامه محمد زاهد کوثري، په ١٣٧١ هـ کې په خپلو څېړنو کې څرگنده کړې ده چې د امام الانبياء (صلی الله علیه وسلم) د ولادت مياشت ربيع الاول ده او د کوچنيوالي په عمر کې يې په خپلو نېکو اخلاقو سره اسلامي امت ته د روښانې لارې درس ورکړى دى .

نبى کريم صلى الله عليه وسلم چې په ١٢ کلنۍ کې د خپل تره ابو طالب سره د سوداگرۍ لپاره شام ته روان شو، په هغه کم عمر کې يې په خپلو نېکو اخلاقو سره له اسلامه منکرين کفار هم د انسانيت ژوند کولو ته متوجه کړل.

هغه اخلاق چې مونږ ته د نبي کريم صلى الله عليه وسلم نه را پاتې دي، که پر هغو عمل وکړو، مونږ به په خپل ژوند کې له هيڅ ډول ستونزو سره مخ نه شو. نه يواځې دا چې دنياوي عمر به  مو د خوښيو عمر وي، بلکې د اخروي ژوند گټې به مو هم ترلاسه کړې وي .

زمونږ لپاره د حضور صلى الله عليه وسلم مبارک ژوند او اخلاق د سالم او کامياب ژوند روښانه درس دى. تر څو مو چې ساه په تن کې وي، بايد د خپل امام الامت په لارښوونو قدم کېږدو. په دې اړه عاشق الرسول الحاج محمد امين صاحب فرمايي:

زه چې ستاد د درگدا نه يم نو څه يم

زه چې ستا په در فدا نه يم نو څه يم

بې له عشقه پر ما بل روزگار حرام دى

ستا د عشق په سودا نه يم نو څه يم

مونږ ته د الله تعالى په دربار کې هر وخت د شکرانې د لمونځونو موقع شته، چې بايد ويې کړو. ځکه د يوه داسې پيغمبر صلى الله عليه وسلم امتيان يو چې هم اولين او هم اخرين ياد شوی دى.

پورته عرش ته ستا د مخ تجلى لاړه

ته موصوف په والضحى يې محمده

مونږ د يوه داسې ستر لارښود امتيان يو چې ځمکې او اسمانونه يې له مخه پيدا شوي دي.

دعزت شانې دى نشته په هيڅ  لوري

بحر بر دې غلامان يا محمده

په دې مبارکه مياشت کې چې د نورو عبادتونو تر څنگ د روژې نيولو کوم ثواب، نه چې علماوو لارښونه کړې ده، بايد مونږ پر دې عمل وکړو او تر خپله وسه د نورو نېکو اخلاقو او عباداتو تر څنگ روژې هم ونيسو څو مونږ د حضور پاک په رښتینو امتيانو کې وشمېرل شو .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button