د قدم خاورې

نعت شريف

عاشق الرسول الحاج محمدامين (رح)

زړگيه سترگې لگوه دقد م لاره نه ده

حضرت پرې ايښې قدمونه دومره خواره نه ده

 

په دې  کوڅو کې جبرائيل عليه السلام پښې ابله

له شوقه تللو وروره ستا دپښو دپاره نه ده

 

چې دحرم په ځمکه گږدي قدم او سترگى نه گږ دي

زړه دې  زخمي نه دى سينه دې  هم بيماره نه ده

 

دا مخامخ قبا  چې ښکاري زرغونه دمحبوب

ماڼۍ د عرش له دې نه لوړه  او نامداره نه ده

 

دغه پنځه منارې  لوړى دمحبوب دحرم

يوه هم کمه دفردوس له لوړ  ميناره نه ده

 

اوس به په باب السلام ورشې دمحبوب روضې له

سينه دهيڅ عاشق له دې درده قراره نه ده

 

نور په ادب او شق حيران يم دمحبوب روضې ته

بې دمولانامې سپارلې  دغه چاره نه ده

 

سلام دمحمد امين عرض کړه په حضور دمحبوب

ځولۍ خالي راوړې چا له دې درباره نه ده

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button