اې مسلمانه ! ته د چا امتي یې؟

محب الله خالد

اې مسلمانه! ته د هغه نبي علیه السلام امتي یې چې د هغه نوم نبی السیف د توري والا نبي او نبی الملحمه د سختو جنګونو والا نبي، هغه خپل ټوله مدني زندګي په جهاد کې تیره کړې ده، هغه په خپل ژوند کې په اوویشت (۲۷)غزاګانو کې شریک شوی، او په خپله یې شپږپنځوس (۵۶)جنګي تشکیلونه لیږلي دي، هغه په خپل ژوند کې ددې دین د دفاع لپاره سخت جنګونه کړي دي، او پر دې دین باندې یې خپله وینه توی کړې او سر مبارک یې زخمي او غاښونه یې شهیدان شوي دي، او هغه فرمایي:
”ان الله بعثنی بالسیف بین یدی الساعة وجعل رزقی تحت رمحی او ظل رمحی وجعل الذل والصغار علی من خالفنی ومن تشبه بقوم فهو منهم “[شرح سیر کبیر ج ۱ ص ۱۶].
ترجمه: بیشکه زه الله ج له قیامت څخه لږ مخکې په توره سره را استولی یم، او زما رزق یې زما د نیزې یا د نیزې د سایې لاندې ګرځولی دی، او زما په مخالفینو یې ذلت او رسوایی ګرځولې ده او څوک چې د هر قوم سره مشابهت اختیار کړي هغه به د هغوی څخه وي.
علامه سرخسي رح وایی: د ”بعثنی بالسیف “څخه مراد ”بعثنی بالقتال“ دی چې زما رب زه د قتال فی سبیل الله دپاره رالیږلی یم، لکه بل حدیث کې راځي: ماته الله ج حکم کړی دی چې زه د خلګو سره تر هغه وخته وجنګیږم چې دوی د ”لااله الاالله“کلمه نه وي ویلې.
او حقیقت دادی: چې جنګ او قتال د نورو پیغمبرانو (علیهم السلام) په حق کې دا رنګه نه وو لکه څنګه چې یې زموږ نبي علیه السلام د جنګ او قتال لپاره خاص کړی دی، لکه تورات کې وایي: ”نبی الملحمة وعیناه حمراوان من شدة القتال“یعني هغه به د سختو جنګونو والا نبي دی، او د جنګ د سختي په وجه به یې سترګې سرې وي،
او د نبي علیه السلام د امت په صفت کې تورات داسي وایي: ”انا جیلهم فی صدورهم و سیوفهم علی عواتقهم“
والیه اشار علیه السلام: ”السیوف أردیة الغزاة“
یعني د قرآن کریم تعلیمات به یې سینو کې وي، او توري به یې په اوږو کې وي، لکه څرنګه چې نبی علیه السلام ورته اشاره کړې ده: چې توري د غازیانو څادرونه دي ـ
دا وو د نبی علیه السلام صفت او د هغه د امت صفت چې هغوی به توري والا وي او مجاهدین او غازیان به وي نن د هغه د امت په بچیانو څه وشو چې د جهاد د میدان څخه ځان کاږي او د جهاد څخه بیریږي، دوی دي لږ د ځان سره دا فکر وکړي او په خپل ګریوان کې دي وګوري چې د احد په میدان کې د نبي علیه السلام د سر او مخ مبارک څخه ویني بهیږي، او غاښونه مبارکان یې شهیدان کیږي، نو زما او ستا وینه او بدن د هغه څخه ډیر قیمتي دي چې وې ساتو، او دا به جائز نه وي چې نبي علیه السلام دي وینه تویوي او أمتي دي د آرام او راحت ژوند کوي او خپله وینه او ځان دي د هغه د ویني مبارکې او ځان څخه ورته عزیز او قیمتي ښکاري، سبحان الله په کوم مخ به دا بزدله سبا ورسره مخامخ کیږي، او په کومو سترګو به د هغه څخه د شفاعت درخواست کوي لکه چې الله ج دې مضمون ته اشاره کړې چې مفهوم یې دادي:
نه دي جائز مدینې والا لره او هغه چې شاوخوا صحرا والا دي چې وروسته پاته شي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه (په تلو کې جهاد ته )،او نه دا چې غوره کړي خپل ځانونه له ځان د هغوی څخه(چې خپل ځان د رسول الله مبارک څخه د ځان څخه زیات وبولي او خپل ځانونه د جهاد له تکلیفو څخه وساتي ) دا په دې وجه چې نه رسیږي دوی ته تنده او ستړیا او لوږه د الله ج په لاره کې، او نه ایږدي دوی قدمونه په کوم ځای چې ورباندې غوصه کیږي کافران، او نه رسیږي دوی هیڅ دښمن ته په رسیدلو سره مګر لیکل شوي دي دوی ته د هغه په وجه نیک عمل بې شکه الله ج نه ضایع کوي اجر د نیکي کونکو.
یعنی داسي قطعا نده جائز چې د الله ج نبي دي د الله ج په لاره کې وزي او جهاد به کوي او تکلیفونه به برداشت کوي، او أمت به د راحت او آرام ژوند تیروي ـ
او تاته معلومه نده چې د غزا تبوک څخه درې کسان،
کعب بن مالک، هلال ابن أمیه، او مراره بن ربیع رضی الله عنهم پاته شوي وو نو پر هغوی باندې څومره قیامت جوړ شو او ځمکه ورباندې تنګه شوه چې تر پنځوس (۵۰)ورځو پورې یې توبه نه قبلیدل، او قرآن کریم د هغوی په باره کې فرمایی: وعلی الثلاثة الذین خلفوا حتی اذا ضاقت علیهم الارض بما رحبت وضاقت علیهم انفسهم، الایة.
او پر هغه درې کسانو چې وروسته پاته شوي وو پر هغو چې تنګه شوه پر دوی باندې ځمکه سره د پراخوالي، او تنګ شو پر دوی باندې زړونه خپل (د ډیره غمه څخه) ځکه چې هیچا ورسره خبرې نه کولې حتی چې خپلو بی بیانو هم ورسره خبرې بندې کړې.
نو زما وروڼو!
ددې څخه لږ اندازه ولګوئ چې د نبي علیه السلام په وخت کې د جهاد څخه پاته کیدل څومره لوی جرم او ګناه بلل کیده چې الله ج یې توبه نه قبلول او نبي علیه السلام او صحابه کرامو رضی الله عنهم ورسره خبرې نه کولې ـ
نن خو دي هغه مسلمان هم لږ پر خپل حال باندې غور، او لږ رحم وکړي چې هغوی په ټول ژوند کې یوار هم په جهاد کې نه وي حاضر شوي، اوس دي خپل پاته عمر غنیمت وبولي او خپل موټی دي د وحشي فرنګیانو او د صلیب د بندګانو په ضد راونغاړي او پر تیر عمر دي د الله ج څخه معافي وغواړي، او د خپل خوږ نبي علیه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو په قدم دي روان شي او د عزت او کامیابي لاره دي خپله کړي.
ومن الله توفیق!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button