د امنيت شورا به د افغانستان وضعيت ښه کړي او که….

 تبصره 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لخوا مرستندويه ادارې (يوناما) په خپل يو راپور کې ويلي چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا به نن ورځ په نيويارک کې غونډه ولري. د ياد بنسټ په وينا، د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې به په افغانستان کې د سیاسي وضعیت، امنیت، سولې، اقتصادي ودې، سیمه‌ییزې همکارۍ، بشري حقوقو، له مخدره موادو سره د مبارزې، له بهره د راتلونکو کډوالو او کورنیو جګړو له امله ورځ په ورځ مخ په زياتېدو بې‌ځایه کېدونکو او دافغانستان په اړه په نورو مسايلو غور او بحث وشي.

خو د شاليد له تجربې، دا مهال افغانستان له ډېرو سختو امنيتي ستونزو، غربت، بې کاريو، اختلافاتو، اداري فساد، او سيمه ييزوسياليو سره مخ دى چې حل به یې له امکانه لیرې وبريښي.

په ملګرو ملتونو کې په هغه وروستي راپور هم بحث کېږي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتو نيو ګوترش، په دې وروستيو کې تيار کړی دى او غواړي په افغانستان کې ټولو هغه ستونزو ته د حل لار برابره کړي له کومو سره چې ملګري ملتونه دا مهال مخ دي.

د کله نه چې پر افغانستان امريکايي پوځونو يرغل کړی دى، په افغانستان کې امنيت له منځه تللى دى. هر کال د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دا ډول غونډې کوي، خو تراوسه یې په تېرو شپاړسو کلنيو اوبېړنيو غونډو کې کومه د امن او سولې راوستلو نتيجه ترلاسه نه شوه.

په تېرو کلونو کې چې د افغانستان په اړه کومې غونډې د امنيت په شورا کې شوې دي، د افغان حکومت هيڅ ډول لاسته راوړنه په کې نه ده ياده شوې، بې له دې چې امن ورځ په ورځ له منځه ځي او له افغانستانه د افغان ځوانانو اروپايي هېوادونو ته د تللو بهیر نور هم پسې پراختيا مومي، امنيت شورا په دې اړه د مهار کولو کوم قدم نه دى پورته کړی.

 اوس هم دا تمه نه کېږي چې امنيت شورا دې د افغانستان په اړه داسې قدم پورته کړي چې په افغانستان کې سوله او امن رامنځته شي. د افغانستان په اړه په امنيت شورا کې تر ټولو لويه او د موجوده حکومت لپاره ستونزمنه مسئله د هېواد امنيت دى چې له شپارسو کالو راهيسې د بهرنيو او کورنيو لکونو پوځونو په موجوديت کې رامنځته نه شو. اوس چې د پخوا په نسبت له حکومته طالب وسله والو زياته خاوره نيولې، څرنګه به د امنيت شورا په افغانستان کې امنيت راولي؟

په افغانستان کې سياسي اختلافات اوج ته ورسېدل. په شمال کې د قدرت پر سر د ارګ او عطا نور تر منځ ناندرۍ ټولې نړۍ ته څرګندې شوې. امنيت تر هر څه ستونزمنه مسئله ده چې موجوده حکومت یې د نورو بهرنيو پوځونو په بيا راغوښتلو سره هم نه شي ساتلاى.

درېمه لويه مسئله د هېواد اقتصاد دی. تراوسه پورې داخلي او بهرني پانګه وال په افغانستان کې له پانګونې انکار کوي. دليل یې دا دى چې په افغانستان کې د خپلواکۍ ځاى زورواکۍ نيولی او په زورواکۍ کې د چا مال او سر خوندي نه پاتې کېږي.

د ټاکنو ستونزه ده چې له تېرو ټاکنو به په بدتر حال رامنځته شي. همدا اوس چې د ارګ او شمال تر منځ کومې ناندې روانې دي يا د جمعيت ګوند ارګ ته کوم ګواښونه کوي، دا به په راتلونکو ټاکنو کې ډيرې بدې پايلې ولري.

 د افغانستان په مسئله چې له تېر ليدلوري کار واخلو، داسې څه په نظر نه راځي چې هغه دې د امنيت په شورا کې حل کړل شي او افغانانو ته دې د زيري وړ وګرځي. هر افغان په خپل هېواد کې د امن غوښتونکی دی. دا کومې قربانۍ چې افغانان ورکوي، د دې ټولو قربانيو موخه په هېواد کې د هر افغان د سر او مال خونديتوب دی. په افسوس سره، د امنيت شوراګانو کې دا مسئله تراوسه پورې لاينحله پاتې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button