غزل: جـــوادمـــل
ما چي له قرآنه سه قربان د بدن ویني کړې
خدای راباندې مستي د جنت حوري میني کړې
ما پسې زما پہ غم غمجنو ګورئ مه ژاړئ
اوس راتہ پہ برخه اللہ ټولي هوسایني کړې
شکر خدایہ شکر چي بستر باندي مړ نہ سومه
څنګه دي قبول کړم وه دي دومره پېرزویني کړې
ځمه و خپل یار تہ ھم تحفہ د تن د وینو وړم
را کہ يي پہ تنده كي خوږې اوبه کوثریني کړې
پام خلګو! دنیا بیخي مکاره ده تېرباسي مو
ښکلي شهادت خو زما د حلق اوبه شیریني کړې
نور يي له رضا پرته ارمان “جوادمل” نہ لرم
دادی پر مزار زما يي رپاندي جنډۍ سپینې کړې
















