ابو مصطفی بدري
1 -بعينه 2- ذاتي 3 -صفتي
بیضاوي د محبت داسې تعریف کړی یو تن په بل کې کمال وویني او د هغه کمال یې خوښ او زړه یې ورته مائله شي نو د همدې میلان غوښتنه دا وي چې محب یو داسې کردار تر سره کړي چې خپل محبوب ته پرې نږدیکت حاصل کړل شي
نو دغه صفتي محبت دی
او ذاتي داسې ده لکه د مور محبت خپل بچي سره پرته له دې چې په خپل بچې کې کوم کمال ورته څرګند وي بلکې دا یو قلبي غوښتنه او کشش دی نو ځکه د مور محبت له اولاد سره فطري او طبعي ګرځول شوی
دریم بعینه محبت دی چې بنده له الله تعالی سره لري
ابن جریر او ابن المنذر د حسن بصري رحمهم الله څخه روایت نقل کړی چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په زمانه کې څه خلکو وویل: ای محمد (صلی الله علیه وسلم) په الله تعالی قسم موږ د خپل رب سره محبت لرو
نو الله تعالی دا ایت رانازل کړ
[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 31]
قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِى يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
[اې پېغمبره (ص)!] خلكو ته ووايه: ” كه تاسي په رښتيا له الله سره مينه لرئ، نو زما د پيروۍ لاره غوره کړئ؛ الله به ستاسي سره مينه وکړي او ستاسي خطاوي به در وبښي. هغه ډېر ښه بښونكى او د رحمت څښتن دى
🌹🌹
اوپه حدیث کې راځي نبي کریم عليه الصلاة والسلام فرمایي : [ لايؤمن أحدكم حتى اكون احب اليه من والده وولده والناس اجمعين]البخاري
(معارف الصالحين)


















