پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

په حکومت کې د کار او په ولس کې د وژنو سلنه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جنوري 13, 2018
کټګوریانې: سرمقاله
0
7
ځلې شریک شوی
82
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرليکنه
هر کال داخلي او بهرني بنسټونه په افغانستان کې د اداري فساد، بې کاريو، لګښتونو، د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي، روغتيا او په بېلابېلولاملونو  د افغان ولس د وژنو راپورونه ورکوي.

په افغانستان کې د ملکي وګړو او عدالت غوښتنې په نامه يو بنسټ په خپل راپور کې څرګندوي چې د تېرو اتو مياشتو په تېرېدوسره په هېواد کې  ١٣٧٢ تنه وژل شوي او ٢٣ ډلې په جګړه کې ښکيلې دي، د جنګي قوانينو په نه مراعت یې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

يو بل راپور، چې هغه هم په هيواد کې د مرګ ژوبلې په اړه لست خپور کړی دی، وايي: په هېوا د کې د روانو جګړو له امله څلورو زرو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړېدلې ده، چې زياته برخه یې د بهرنيو پوځونو په هوايي بمباريو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

که څه هم اروپايي ټولنې په افغانستان کې د افغان ولس د مرګ ژوبلې لپاره کافي وسايل او حالات برابر کړي دي، خو بيا یې هم په دومره وخت کې ياد شمېر افغان ولسي وګړو په مرګ ژوبله اندېښنه ښوولې ده. د اروپايي هېوادونو او په افغانستان کې د بېلابېلو بنسټونو اندېښنې د افغان ولس په وژنه نه دي، بلکې دوی په دې اندېښنه لري چې د امريکا په مشرۍ د اروپايي ټولنې له وحشتونو پرده پورته کېږي.

تېر ٢٠١٧ ميلادي کال کې خو د امريکا نوې ستراتيژي په پشپړتوګه نه وه پلې شوې، وروسته له دې چې په ٢٠١٨ ميلادي کال کې به پیل شي، د افغان ولس لپاره به د امريکا نوې ستراتيژي له نورو کلونو زياته مرګونې تمامه شي، او هم به روان ميلادي کال د افغا ن ولس لپاره د مرګ او ژوبلې تر څنګ د ډول ډول بدبختيو کال ثابت شي.

بل لوري ته د افغانستان د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو کمېسیون په دې لټه کې دی څو د ملکي خدماتو په ادارو کې د ښځو ونډه ډېره کړي. خو ياد کميسيون له دې بې خبره دى چې په تېرو اتو مياشتو کې چې په هېواد کې ولسي وګړو ته څومره مرګ ژوبله اوړېدلې ده، زياته برخه یې ښځې او ماشومان دي.

د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو کمېسیون په حکومت کې د ښځو ونډه غواړي او بهرني پوځيان یې په بمباريو کې زيات شمېر ښځې او ماشومان وژني. که په حکومت کې د ولسي وګړو کاري  ونډه او د بهرنيو هوايي پوځونو لخوا په بمباريو کې یې وژنه پرتله کړو، نو په لس چنده مرګ ژوبله بهرنيو پوځونو ولسي وګړو ته اړولې ده.

لومړی بايد هغه بنسټونه چې وخت په وخت بېلابېل راپورونه ورکوي، په حکومت کې د ولس د کاري ونډه او بيا یې د بهرنيو پوځونو لخوا په عملياتو او هوايي بمباريو کې وژل پرتله کړي چې کومه سلنه لوړه ده.

دا مهال په حکومت کې د دوه ډاکټرانو او د هغوی د پلويانو د اختلافاتو له امله نږدې ٥٣٠٠٠ څوکۍ خالي پرتې دي. ٧ ولايات امنيه قوماندان نه لري، د سرپرستانو لخوا یې ولس ځورول کېږي. درې ولايات واليان نه لري. په هېواد کې د قاضيانو او څارنوالانو راج دی، هره مياشت په لکونو افغانۍ د رشوتونو له ليارې ذخيره کوي.

بېلابېل راپورونه څرګندوي چې په حکومتي ادارو کې د اروپايي ديموکراسۍ له برکته ښځې ځورول کېږي، ځکه خو یې کارې ونډه کمه ده. اما دې ته نه ګوري چې د هېواد ځوانان د بې کاريو له امله بهرنيو هېوادونو ته روان دي.

که دقيق حساب وشي، په حکومت کې تر کار د ولسي وګړو د وژنو سلنه لوړه ده. په حکومت کې کارونه نه موندل کېږي، خو بهرني پوځيان شپه – ورځ په ولس بمبار کوي، چې زيات پکې ښځې او ماشومان وژل کېږي.

مخکینې مطلب

میدان وردګ: د اردو یو قوماندان ولسي وګړي سخت وهلي

بل مطلب

د ښکلا په شنه څادر کې راتاو سور کابل

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com