په سوله د امریکا او حکومت ملنډې/ خالد روان

افغان دولت او امریکا تل وايي طالبان دې راشي او له دوی سره دې سوله وکړي؛ خو همهاله د پوځي عملیاتو اعلانونه کوي او طالبانو پسې منفي تبلیغات کوي. امریکا تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې جگړې د گرم ساتلو لپاره ۷ زره اضافي عسکر رالېږي؛ څو په روانه جگړه نور تېل هم وپاشي او جگړه نور هم گرمه کړي.
په سږني ژمي کې د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت د هېواد په جلا ـ جلا ولایتونو کې پوځي عملیات اعلان کړي او هره ورځ د سلگونه طالبانو د وژنې اعلامیې خپروي؛ خو نه جگړه سړه شوه، نه طالبان کم شول او نه یې نیول شوې سیمې له ولکې ووتې.
مخکېني ولسمشر حامد کرزي په بیا ـ بیا ویلي، چې په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره مخالفت یې لویه سیاسي تېروتنه وه او ده باید د طالبانو دفتر د تړلو غوښتنه نه وی کړی. اوسني افغان چارواکي دغه تېروتنه بیا تکراروي او په سوله ملنډې وهي.
د تېرې شنبې په ورځ په رسنیو کې مهمه موضوع په ترکیه کې د حزب اسلامي په منځگړیتوب د سولې غونډه وه. بېلابېلو رسنیو د طالبانو په تش نامه استازي ملا عبدالروف سره مرکې وکړې او دغه غونډه یې مهمه وبلله او د ورته نورو ناستو ډاډ یې هم ورکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په هماغه ورځ رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د ترکیې ناسته رد کړې وه او په دغه ناسته کې یې د طالب استازو گډون تش تبلیغات بللي وو. خو په رسنیو کې دغه غونډه مهمه ښودل کېده او د ناستې له ډېرو گډونوالو سره مرکې وشوې او په ژوندۍ بڼه یې ښودله.
طالبانو نن یو ځل بیا د ترکیې په ناسته کې خپل گډون رد کړ او دغه ډول غونډې یې د امریکا او افغان دولت دوه مخیتوب وگاڼه، چې په تشو تبلیغاتو د خلکو ذهنونه گډوډ کوي؛ خو په عمل کې حکومت او امریکا سوله نه غواړي او په جگړه اسرار کوي.
دلته له سولې سره توپیري چلند کېږي او په جگړه کې د حکومت او امریکا گټې نغښتې دي. که سوله وشي؛ د حکومت ۱۶کلن غله به محکمه شي، د دوی د شتمنیو حساب کتاب به وشي، جنکایتکاران، فاسدین، غله، داړه ماران، غاصبین او نور په فساد ککړ خلک به محکمه شي او ملت ته به د کړیو کارونو حساب کتاب ورکړي، چې د همدغې وېرې د سولې تشې اوازې اچوي او عمل کې سوله نه غواړي.
سوله د افغانانو ملي ارمان دی او طالبانو په بیا بیا ویلي، چې د یوه بهرني عسکر په موجودیت کې نه سوله کوي او نه حاضر دي چې د سولې مېز ته کېني؛ ځکه امریکا د خپلو پوځیانو د ایستلو نه نړیوال تظمین ورکوي او نه له افغانستان نه وځي. نو په داسې شرایطو کې سوله یوازې خیال کېدای شي او د حقیقت جامې نه شي اغوستلی.
خو د ترکیې په ناسته کې هم دولت، هم حزب اسلامي او هم طالبانو د خپلو استازو گډون رد کړ. اوس پوښتنه داده چې د دې درې واړو په کې گډون نه و کړی؛ نو د ترکیې ناسته کې څوک وو او د چا په امر تر ترکیې رسېدلي وو.؟ حزب اسلامي او حکومت باید د دواړو پوښتنو ځواب ووايي.



