
ښکلا درته حیرانه ده،دنیا درته حیرانه ده
شعر : حیرآن
ښکلا درته حیرآنه ده،دنیا درته حیرآنه ده
ژړا دې هم بې څه نه ده مسکا درته حیرآنه ده.
زلفي دې ترنګا کړي درباب غزل غزل بڼو ته،
مخ نه شوغلې غیږي رڼا درته حیرآنه ده.
ستاسترګو خمارو کې کارتوس د مینې پورت ده،
پرې ولې تیاره زوړونه او صبا درته حیرآنه ده،
خبرې دې پستې دي او خوږې لکه شکرې،
انداز یې د سندرو د رباب دتار شرنګا درته حیرآنه ده
پر شونډو دې پتري د غم ښکاریږي
کوم ظالم جفا درکړې؟ چې وفا درته حیرآنه ده
خالونه دې په زنه ستوري ستوري کیږي
دحسن پلوشو ته دې سپوږمۍ،جدا درته حیرآنه ده،
حیرآن: به دې نور څه داسې وستایمه لیلو!
قلم مې اوښکې توی کړې څوکه یې نیمه خوا درته حیرآنه ده



