په نني عصر کې خوش اخلاقي !!!

رالیږونکی : غیرت درد

نن سبا د هر شي معنی بدله شوې ده، د هر شي مفهوم سرچپه شوی دی، حتی د اخلاقو مفهوم هم بدل شوی دی، نن صرف د یو څو ظاهري حرکاتو نوم اخلاق دی یعنې چی داسې وویل شي:

ستا په لیدو خوشحاله شوم

د ټلیفون څخه دې مننه،

چې ستا ږغ مې ووارېدی ډېر خوشحاله شوم،

ستا په مریضۍ پرېشانه یم او داسې نور… په خوله خو دا خبرې کوي خو په زړه کښې یې د حسد اور بل وي. مخامخ خو يې دوست بولي خو په زړه کښي يې د عداوت او نفرت پیاله موجونه وهي. ته له ځانه سر فکر و کړه چي اخلاق داسې وي؟ که له ځانه سره لږ فکر هم وکړې نو وبه وایې چي دغه ډول اخلاق یوازې د اخلاقو نوم دی.

او ګورئ! زموږ په ټولنه کي یو بله بدمرغي لا دا هم ده چې د اخلاقو په نامه کتابونه لیکل کیږي ترڅو خلک له خپل ځان څخه متأثر کړي، او هغه انسانان چې له ده سره ناسته پاسته کوي هغه دا فکر وکړي چي والله فلانی کس ډېر اخلاقي دی، دا په اصل کې اخلاق نه دي دا د نفرت اور ته لمن وهل دي. نو دې ته د اسلام له نظره هیڅ ډول خوش اخلاقي نه شو ويلای، بلکې دې ته ریا کاري ویلاي شو. دا یو مرض دی او بد اخلاقي ده، پر خپل ځان د راټولولو یوه بهانه ده. د اخلاقو سره هیڅ ډول تعلق نه لري. الله جل جلاله مو د له دغسې ناوړه اعمالو څخه وساتي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button