طالبان سولې او مرګ دواړو ته تیار دي

سرلیکنه

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند اعلان کړی چې اوس مهال د افغان حکومت سره په دې کار کوي چې طالب وسله وال سولې ته راولي څو په افغانستان کې پر حساسو ځایونو بریدونه پای ته ورسېږي.

په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ د ماموريت وياند، تورن توماس ګرسبَک، په کابل کې پر انټرکانټیننټل هوټل له بریه وروسته، له بهرنیو رسنیو سره په مرکه کې ويلي چې له افغان حکومت سره یې د طالب وسله والو په اړه خبره سپینه کړې ده.

تورن توماس ګرسبک د افغان حکومت سره داسې موضوع رامنځته کړې چې نه د افغان حکومت او نه په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو په وس پوره ده. تورن توماس ګرسبک ویلي چې یا دې طالبان د پخلاینې لاره غوره کړي، حکومت کې دې د وسلو په ایښودلو شریک شي، او یا دې ځانونه مرګ ته تیار کړي.

ځینې پوځیان، چې د سیاسي پوهې نظر یې له پزې لیرې نه رسېږي، یواځې په جګړه باور لري؛ خو جګړه هیڅکله د مسئلو د حل لاره نه ده. اکثرو پوځیانو خپل هېوادونه او باور په جګړو کې له لاسه ورکړی دی چې په افغانسان کې د روسیې او امریکایي پوځونو یرغل او ښکرواکي یې څرګند مثال دی.

امریکا په افغانستان کې له کمونستي کودتا او روسي یرغل سره په اروپا کې یو شمېر رسنیو ته د افغان ولس د تېرایستنې لپاره تبلیغاتي دنده ورکړه څو د جګړې تر څنګ له تبلیغاتو هم خپلو موخو ته ځان ورسوي. اوس هم امریکایي چارواکي او په کابل کې د ناټو او امریکایي پوځونو قومندانان د همدغو تبلیغاتي رسنیو په وسیله روانه جګړه پر مخ بیایي.

طالبانو ته د خبرداري لپاره بهرنیو رسنیو د ناټو له ویاند سره مرکه کړې، خو د سولې په اړه یې د کابل د بې واکه ادارې د سولې په نامه د بې واکې شورا له ویاند سره مرکه کړې ده چې نه خو ناټو په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدا غواړي او نه د سولې شورا له طالب مشرانو سره د سولې د خبرو واک لري.

په کابل کې د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او هم د سولې په نامه شورا ویاندویانو ته د طالبانو دریځ او مقاومت څرګند دی چې طالب وسله والو د تېرو ۱۷ کالو راپدېخوا د امریکا او ناټو تر یو لک له زیاتو پوځونو سره مقاومت وکړ او لا دوام لري. همدا ډول د سولې شورا ته هم څرګنده ده چې طالب مشران د تېر ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مئ د میاشتې په دویمه او درېیمه د قطر کنفرانس ته د سولې په موخه ورغلي وو، د جګړې تر څنګ د سولې هلې ځلې په رښتینې توګه جاري ساتي، خو افغان حکومت، چې له طالب مشرانو سره یې د سولې په اړه د خبرو واک نه درلود، یاد کنفرانس ته خپل نماینده ور ونه لېږه.

امریکا، د ناټو پوځي قوماندانانو او هم افغان حکومت ته تر هر چا زیاته څرګنده ده چې طالبان د رښتینې سولې هرې غونډې ته او مرګ ته د جګړې په هر سنګر کې تیار دي.

 طالبانو د بهرنیو پوځونو په مقابل کې په مرګ جګړه او د ولس د روښانه سباوون په موخه د سولې هره غونډه منلې ده؛ خو امریکا، ناټو او افغان حکومت دی چې په افغانستان کې نه سوله غواړي او نه له طالبانو سره د جګړې توان لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button