ښه شوه چې لوظونه د دروغو مو رښتیا شول

دټرمپ دوینا سره هم مهاله له ارګ څخه هم، له طالبانو سره دسولې دروازې بندې وبلل شوې.

نعمان لطیف

تېره ورځ ډونلډ ټرمپ د امریکا دملي امنیت ادارې ته په وروستیو څرګندؤنو کې له طالبانو سره سوله تحریم کړه او زیاته یې کړه: دطالبانو سره سوله نه کوو بلکې په جګړه یې ماتؤو

دټرمپ دوینا سره هم مهاله له ارګ څخه هم، له طالبانو سره دسولې دروازې بندې وبلل شوې. ارګ وایي: پس له دې سوله دجګړې له میدانه ترلاسه کؤو.

طالبانو په ځوابیه اعلامیه کې ټرمپ ته وریاده کړه چې که چېرې تاسې سوله نه کوئ، افغان ولس مو هم په ګلانو هرکلی نه کوي

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي: دټرمپ له خبرو ثابته شوه چې د روانې جګړې په اړه دطالب مشرانو دا دریځ چې جګړه بین الافغاني نده، بلکې روانه جګړه ددؤو تمدنونو ترمنځ ستره معرکه ده.

ټرمپ په داسې حال کې دطالبانو خلاف دجګړې زیاتؤلو خبرې کوي چې تېرې څو میاشتې یې په افغان ولس، او طالبانو ۴۲۰۰ هوایي بریدونه ترسره کړي

اوس چې طالبانو دټرمپ د افغانؤژونکي جګړئیز پلان، او وحشیانه ستراتېژۍ په غبرګون کې حملې تېزې کړي دي؛ له صلیبي مشرانو او جنرالانو، او د ارګ له کلابندو مشرانو یې هم وار ـ پار خطاء کړی دی، او غواړي دخولې په بګتیو د افغان بهادر ولس کفر ځپونکی مقاومت تر روحي فشار لاندې راولي.

که دبدمعاش بُش له خوا دپیل کړی شوې صلیبي جګړې تېر شپاړس کلن دؤر دقیق مطالعه شي، پوهېږو چې دجګړې پیل له همداسې لفظي بګتیو وشو خو ډېر ژر مو ولیدل چې افغان ولس دبُش بګتۍ بابېزه وګڼلې، او د بي ۵۲ له سختو بمبارونو بې پروا یې مقاؤمت پیل کړ.

غربیان که په خپله ټیکنالوژۍ غاوره وي، افغان ولس هم په سوال ژؤند نه دی تېر کړی او دتاریخ په اوږدو کې ستر ـ ستر ښکرؤر پرځولي او له غرور یې غورځؤلي دي.

تر دې وړاندې یرغلګرو نه له عاطفې کار اخیستی او نه یې په جګړه کې د ترحم معامله کړې ده. پرته له اتوم بم ټوله هغه اسلحه یې ښه په خرپ وکارؤله کومه چې ددوی په ګوتو کې ده او کابو هره ورځ یې په ډېر وحشت افغانان شهیدان کړي.

اوس چې دسولې د دروازو دتړلو خبرې کوي، ښه کوي. دوی هیڅ وخت رښتینې سوله نه ده غوښتې او تل یې دسولې په نوم سیاسي تجارت کړی دی

دسولې په نوم تجارت روان دی ، او د بې چاره افغان ولس په مال په خارجي نړۍ کې سیل سپاټې کېږي

دسولې بېواکه شوری دړوند چرګ د ښوروا هومره اهمیت نه لري او میاشتني مصارف یې د افغان ولس په اوږو بار دي.

دداسې شوری فایده څه ده چې جوړه د بین الافغاني تفاهم په نوم وي خو واک یې له واشنګټن سره وي؟

دټرمپ تر پرېکړې وروسته که هیڅ هم نه وي حد اقل دهغو سیاسي سوداګرو خیټې به سپورې شي چې د سولې په درواغجنو شعارونو یې ډوډۍ پیدا کؤله، او د افغان ولس له بیت الماله په ډېره بېرحمۍ مال وهي.

تر دغو درواغجنو شعارونو دا غوره ده چې دسولې دروازې دتل لپاره وتړل شي او دهلال او صلیب ترمنځ پیل شوې جګړه، د یو لوري په غوڅ شکست پای ته ورسیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button