وخت د انسان اصلي څېره بربنډوی

آصف الله آصفی
پوهانو څه ښه ویلي چې انسان پیژندنه خورا سخت کار دی. په همدې اساس به خلکو ډیری اشخاص لیدلي وي چې یوه ورځ به یې عباء او قباء د نیکانو وي خو بله ورځ به یې ګورې چې ستر شیطان ثابت شي.
هسی خو رسول الله ص نه دی ویلي چې: یو کس به دومره نیکیاني او عبادتونه کوي چې د ده او جنت تر مینځ به یو متر فاصله پاتی وي خو بالآخره داسې یوه ګناه به وکړي چې دوزخی به ولیکل شي همدغه راز بر عکس یو کس به ټول عمر بدکاره او بې لارې وي تر دې چې د ده او دوزخ تر مینځ به یو متر فاصله پاتی وی خو یو دم به داسی یو کار ورڅخه تر سره شي چې د جنتي فیصله به پري وشي.
همدا راز په احادیثو کې راځي چې یوه ښځه د پیشو له کبله دوزخۍ شوه چې تړلې یې وه نه یې خپله څه ورکول چې خپله خیټه مړه کړي او نه یې پریښوده چې ځان ته د خوراک څه پیدا کړې تر دې چې له لوږې مړه شوه.
او یو سړی په دې وجه جنتي شو چې یوه سخت تږي سپی ته چې د کوهي پر سر ولاړ په کوهي کی یې اوبو ته یې کتل خو لاس رسي یی نشو موندلای، نو سړی خپل څادر څیري او پړی یې ورنه جوړ کړ، خپلې موزې نه یې بوقه جوړه او سپی یې خړوب کړ.
مونږ او تاسې په تیرو څلورو لسیزو کې ډیری داسې رهبران، قومندانان، دیني عالمان او پرهیزګار اشخاص په خپلو سترګو ولیدل چې زاویې یې څومره وڅرخیدې او څومره خپلو اقوالو او اعمالو ته وفادار پاتې شول؟ نو د ټرمپ نه به څوک څه ګیله وکړي چې د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال یې خلکو سره وعده وکړه چې که په ټاکنو کې بریالی شوم نو ټول امریکایی فوځونه به له افغانستان نه باسم او دغې جګړې ته به د تل لپاره د پاي ټکی ږدم، خو ومو لیدل چې عمل یې دیر زر برعکس څرګند شو، او د جګړې د لا اوږیدیو هوډ یې اعلان کړ.
تر اوسه ټرمپ همدا چیغې وهلې چې مونږ افغانستان ته د افغانستان د ښیرازۍ او امنیت راوستو په موخه راغلي یو، خو بالآخره یې څیره بربنډه شوه چې نوموړی دجنګ او جګړې د ګرمولو لپاره راغلی او اصلي موخه یې د جنګ اوږدول، افغانستان په اور کې سوځول او افغانان وژل او ربړول دي او بس.
نو د وخت په تیریدو د ټرمپ اصلي څیره بربنډه شوه، نړیوال پوه شول چې ټرمپ په افغانستان کې اوږدمهاله جګړه پر مخ بیول غواړي، او په هیڅ بیه نه غواړي چې په دغه هیواد کې د ټوپکو خولې د تل لپاره بندې شي.



