غم دی د لالي په سر مسته دې تازه ګرځي

لیکنه: محمد زبیر هاشمي

له ډیر مو دې څخه افغانانو سوله غوښته او په همدې خاطر یې هرقسم ستونزو ته غاړه ورکوله تر څو خپل خپه ورور بیرته راپخلا کړي.
د همدې ورکې سولي لپاره به يي په هرچا پسي منډې وهلي
او خپل هدف ته په رسیدلو کې یې ځان له هیڅ هم نه دریغ کاوو.

کله به بدګمان شول او زیاته به یې کړه چې زموږ د سولې خنډ ګاونډي هیوادنه دي او هغوی نه غواړي چې افغانستان کې د امن ټغر وغوړیږي، که دوی زموږ پر سوله خوښ وای نو ښایي زموږ وطن کې به سوله او امن راغلی وای او روانې ناخوالې به پای ته رسیدلې وای.

کله به پر طالبانوهم بدګمانه شول، چې ګواکې سوله دوی نه کوي او همدا طالبان يي ګاونډيو هیوادنو ته منسوبول چې د هغوی د ستراتیژیکو ګټو د تحفظ په موخه کار کوي .
طالبانو تل د سولې غوښتنه کړې خو د جنګ د اصلي عامل چې د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې غاصبانه اشغالګر حضور ته د پای ټکی ایښودل دي له مهمو شرطونو څخه یادول.

نن افغان ولس ته ددې خبرې اظهار وشو چې سوله څوک نه کوي، او څوک د مظلوم ملت د وینو په پلور کې خپلې موخې لري.

ملت ته ورپیژندل شوي نړیوال او داخلي سوله غوښتونکي دعواتګران لا پخوا سوله د بزنس په توګه کاروله، هغوی له وړاندې هم دا نظر یه درلوده چې مقابل لوری دې په خبرو او زور د مذاکراتو میز ته راشي هغه هم په داسې اصولو چې هیڅ مخکښ شرط به نه لري، لکه تسلیم شوي ټوپکیان وسلې به ډایاک ته سپاري او اساسي قانون او د بهرنیانو شتون به په هسکه غاړه مني.
یو شمیر افغانان پوهیدل چې دلته امریکا او نړیواله ټولنه د سولې ترچتر لاندې د عقیدوي، فکري او فرهنګي انحراف سربیره د افغانستان د کانونو د لوټ او یو لړ نورې استعماري موخې لري.

ولس ته اوس ښه معلومه شوه چې سوله د چا په ګوتو څرخیده او د سولې واګي له چا سره دي،
د سولې هیرو هم څرګند شو، چې ارګ میشتو ارواحو ته د دو توتو اهمیت هم نه ورکوي او یواځې د یو تش کالبوت په څیر ورته احترام لري.

د بشریت ستردښمن که اوس وایي، چې تر دې ورسته موږ د سولې پر ځای خپله جګړه په مخ بیایو، په دې معنا چې ګواکې دا ۱۷ کاله دوی په افغانستان کې له فضا نه د فارس په څیر مازدیګر او سهار ګلابي عطرونه شیندل او تر دې وروسته به دا لړۍ بنده کړي.
خو د تاسف ځای دادی چې د ارګ د ( یا ټرمپه!!!!!! ) شعاریزو فرښتوکو شیطانانو چې د ټرمپ په غیرمترقبه اعلان خبر شول، ډالریزې لوی جیبي چپنې او کوټونه یې را ونغښتل او اوس به په ارګ کې په نوي ډزاین د خیاطۍ پیل شوي کورسونه تعقیبوي.
اوس به نو غنیګک د خپل کاري ټیم سره د تقلبي سولې چې ټوپکیانو هم شخوند پرې وواهه او اصلاً د جګړې اصلي لوری چې امریکا وه له دې تقلبي کارونو کومه لاسته راوړنه ونه لیده نو به د بزنس تاوانیان
همدا ټکۍ بدرګه کوي چې غم دی دلالي پرسر مسته دې.

..

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button