غزل / سعادت کلیوال

سعادت کلیوال
په دې بازار کې د شتمنو خلکو راج چلیږي
خوښي یې نشته ستمونه په محتاج چلیږي
د امامت او سلطنت تر منځ واټن لرې شو
دستار غریب شو داسې ندی لکه تاج چلیږي
هر څه بدرنګه شول له ښکلو هم ښکلا تللی ده
ماذدیګر هم د ماښامونو په منهــــاج چلیږي
د ګزارونو په ماحول کې ژوندون تیروو
چاته فریاد وکړو حکمونه د حجّــاج چلیږي
مئین محکوم ده یار ته واک ده چه هر څه پرې کوي
ظالمان ښکلي د پیریانو په رواج چلیږي
څنګه به سر شي سعـــادته ستا نادره مینه
چه دې جانان د غمازانو په مزاج چلیږي



