سترشیطان د مسلمان په برخلیک باندې غږېږي

م بسم الله حیدري جان

د امت بدن ته ګورہ چه ټپونه پرې زیاتېږي
داقصی ژور پرھرخوپه قسم نه پرې ځاییږي

سترشیطان د مسلمان په برخلیک باندې غږېږي
عجیبه دہ غوښه ګورہ چې پېشوته سپارل کیږي

امتحان دی د غیرت او د ایمان به کوي تول
دا د قُدس موضوع ماته لکه تله بس ښکاریږي

نشي نشي زندہ باد او مردہ باد باندې څه نشي
تېرہ تورہ قوي مټ او لوړ ھمت نن پکاریږي

که امام ھم د حرم وي چه له حق ځینې ساکت وي
څه په درد خوري چې په درد د مظلومانو نه دردیږي

دغه خړ طالب د ننګ په وجه ډېر راته محبوب دی
زما زړہ (حیدري جانه) ځکه ډېر ډېر پرې خوګیږي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button