طالبانو څو میاشتې وړاندې د تخار ولایت د دُرقد ولسوالۍ په شور عرب سیمه کې یو ښارگوټی جوړ کړ. د ینگي قلعه، خواجه بهاء الدین او د دُرقد ولسوالیو سلگونه ځايي خلکو په دغه ښارگوټي کې پانگونه وکړه او خپلې هټۍ، کورونه او مارکېټونه یې پکې ورغول.
طالبانو د دغه ښارگوټي جوړول ځايي خلکو ته اسانتیا ښودلې وه او هیله یې لرله، چې دغه ښارگوټي ته به پراختیا ورکوي او ښارگوټی به د اوسنیو اړتیا وو پر بنسټ جوړوي.
د تخار ځايي خلکو هم دغه ښارگوټي جوړول د طالبانو نیک اقدام بللی وو او د ښارگوټي د پرانیستو وروسته د سیمې سلگونه کسانو پکې کاروبار هم پیل کړی و. د دغه ښارگوټي له برکته د سیمې ځايي خلکو ته کاروبار پیدا شوی و او د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو یوه وسیله په لاس ورغلې وه؛ خو له بده مرغه چې دغې هیلې یې یوه اوونۍ هم دوام ونه کړ او ښارگوټی بشپړ وران کړ.
خو څو ورځې وړاندې د افغان دولت ځواکونه سیمې ته ورغلل او ودان ښارگوټی یې پر بل مخ واړاوه. د دغه ښارگوټي د ورانولو سره د سیمې ځايي خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان ورسېده او د دغه زیان پړه ټول د دولت او عسکرو پر غاړه ده.
د دفاع وزارت په ډېر ویاړ سره وویل، چې دوی په تخار کې د طالبانو ښارگوټی په بشپړ ډول وران کړ؛ خو دې ته یې پام نه و، چې په دغه ښارگوټي کې طالبانو کاروبار کاوه او که عامو خلکو؟
افغان حکومت او امریکايان تل وايي، چې طالبان د پرمختگ دښمنان دي او دوی نه غواړي چې افغانستان پرمختگ وکړي او د هرې پروژې پر وړاندې دوی خنډ جوړوي؛ خو د پرمختگ دوستانو د طالبانو ښارگوټی له خاورو سره خاورې کړ.
په افغانستان کې اوسمهال بې کاري اوج کې ده او زرگونه لوستي ځوانان بې کاره گرځي. په داسې حالاتو کې چې د درېیو ولسوالیو خلکو ته د کاروبار موکه په لاس ورځي او د دولت له اوږو بار کموي؛ نو د عمري ښارگوټي ورانول څه معنی لري.
امریکا، حکومت او د افغان دولت نور بهرني مرستندویان ان د طالبانو په لاس رغول شوي ښارگوټي هم نه شي زغملی او هغه هم ورانوي. دوی پوهېږي چې د طالبانو کارونه له درغلیو پاک دي او یوازې خپل هر کار د اسلامي او افغاني مسوولیت له مخې ترسره کوي. رشوت نه اخلي، پیسې په جېبونو کې نه منډي، هر کار یې پاک او د افغانستان د پرمختگ لېونۍ مینه لري؛ خو دولت په اداري فساد کې اول نومره دی، د ولسمشر خبره یې والي نه مني، ارگ خپله دفاع هم پر امریکا کوي او د اشرف غني نه رانیولې تر عادي ماموره پورې ټول غله او مفسدین سره راټول شوي دي.
اوس به ټولو ته ښکاره شوي وي، چې د بیارغونې او د افغانستان د پرمختگ دښمنان څوک دي؟ او څوک په هره پروژه کې میلیونونه ډالر غلا کوي او بهر کې پرې کورونه او ودانۍ رغوي او څوک په تش لاس ښارگوټي جوړوي او عامو خلکو ته د کاروبار زمینه برابروي؟
افغان حکومت او امریکا له دې وړاندې هم روغتونونه، ښوونځي او هغه ټولگټې پروژې له منځه وړې وې، چې یا د طالبانو په سیمه کې وې. د دوی استدلال داوو، چې په دې سیمو کې طالبان دي او له عوامو ډېره گټه ترې طالبان اخلي.
اوس خو طالبان د افغانستان له نیمايي پر ډېره خاوره واکمن دي او ان د افغانستان پر ۷۲ سلنه خاوره حاکمیت لري. حکومت دې په هغو سیمو کې ښوونځي، روغتونونه او سړکونه هم له منځه یوسي؛ ځکه په دغو ځایونو کې د طالبانو بچیان زده کړې کوي او پر سړکونو طالبان له موټر سایکلونو سره گرځي راگرځي.


















