څوک به د طالب د مخالفت جرئت وکړی شي؟/ خالد روان

دوه کاله وړاندې قاضي محمد حسن حقیار ملي امنیت په دې تور ونیوه، چې له طالبانو سره اړیکې لري. درې ورځې یې شکنجه کړ، ویې ځوراوه، له ټلویزوني او راډیوي بحثونو یې منع کړ. نه حقیار له طالبانو سره اړیکې وې او نه یې په کور کې طالبان ساتل؛ خو حسن حقیار پښتون و او باید بندي شوی وی.
پروسږکال ملي امنیت هڅه وکړه، چې د حکومت درې منتقدین فیض محمد ځلاند، اسدالله وحیدي او نظرمحمد مطمئن ته له ایران نه زنگونه ووهي، لنډ لیکلي پیغامونه ورولېږي او په یوه پلمه یې بندیان کړي. درې واړو دغه خبره په فېسبوک کې ولیکله او ټوله نړۍ یې پرې خبره کړه؛ ځکه په ټېلیفوني پیغامونو کې د طالبانو فرهنګي کمېسیون په استازولی له دوی سره اړیکه نیول شوې وه او د جګړهییزو چارو د کمېسیون نوم حکومت ته یاد نه وو.
خو د دې ډرامې له شنډېدو وروسته حکومت نظرمحمد مطمئن ونیوه او سږکال یې یو ځل بیا له پوهنتون نه پورته کړ او له دوه میاشتني بند وروسته یې ازاد کړ. نه یې له مطمئن سره د طالبانو د اړیکو کوم ثبوت پیدا کړ، نه یې کوم جرم رسنیز شو؛ خو دا چې مطمئن پښتون دی، باید نیول شوی وی، بندي شوی وی او د بند سزا یې گاللی وی؛ ځکه د امریکايي اشغال یې مخالفت کړی دی.
د کرزي د واکمنۍ له راهیسې د شمال ټلوالې ټول غړي افغانستان نه مني، ځانته افغان نه وايي، پښتنو ته ترهگر وايي، په ټلویزوني بحثونو کې سپکې سپورې ورته وايي، په برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان او اسلام له کلمو سره مخالفت کوي؛ خو ټول د همدغه نظام برخه دي، لوړې څوکۍ لري، نه یې حکومت نیسي، نه یې بندي کوي او حتی په لوړو سترگو ورته کتلی نه شي، ولې چې د جمعیت گوند غړي دي او د امریکا، روسیې، ایران او د نورو پلېتو استخباراتي ادارو سره اړیکې لري. د هماغوی په اشاره خبرې کوي، پښتانه ټول طالبان بولي او د دوی په امر باید پښتون په اوسني افغانستان کې نه وي.
تېره اوونۍ د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیل شوه. د همدغه نظام د پنځوس ـ پنځوس برخهوال عبدالله عبدالله یې مخالفت وکړ. امرالله صالح، صلاح الدین رباني، عطاء محمد نور، احمد ضیاء مسعود او نور ټول د افغانستان د اوسني نظام کلک مخالفین دي؛ خو له همدغه نظامه معاش اخلي او د همدغه پښتون ولسمشر په موجودیت کې له پښتنو پوستکی اوباسي.
عطاء محمد نور له تېرو دوو میاشتو راهیسې ارگ له دندې گوښه کړی، خو نور تراوسه د بلخ برحاله والي دی. هره ورځ ولایت مقام ته ځي، غونډې کوي، ولسوالان بدلوي، ټول نظام گواښي، د پنځلسو ولایتونو د سقوط گواښ کوي، کابل ته د زرگونو کسانو د لېږد خبره کوي، بندرونه خپل شخصي ملکیت گڼي، د اشرف غني په ښکاره توهین کوي او هره ورځ یوه نه یوه خبره ورته د پېغور په ډول کوي؛ خو اشرف غني پرې داسې غوږونه کاڼه کړي چې دی د نور خبرې نه اوري او نه کومه دلچسپي ورسره لري.
تېره ورځ د سیمهییزو ارگانونو خپلواکې ادارې پنځو ولایتونو ته نوي والیان وټاکل او ځینې یې له دندې گوښه او د ځینو یې یوازې څوکۍ وربدلې کړې. خو نن د سمنگان والي عبدالکریم خدام وویل، چې نه د ارگ استعفا مني او نه یې ارگ له دندې گوښه کولی شي. بلکې د جمعیت گوند پرېکړه ورته منظوره ده او د هغوی په امر به دنده پرېږدي.
نن ټوله ورځ دغه خبره لره بره شوه. حکومت واورېده. خو نه یې د شرم احساس وکړ، نه یې د بندي کولو گواښ وکړ او نه یې پرې کوم برید وکړ، ولې چې خدام د جمعیت گوند غړی دی او پښتون نه دی.
نو په داسې نظام کې چې د پښتون قدر پکې نه وي، پښتون پکې ځان پردی احساسوي، یوازې ولسمشر د پښتون په نامه یادېږي، نو خلک به ولې نه طالبان کېږي.
ځکه طالبان یې له دې ټولو بدبختیو خلاصوي، دوی بیا تر مسکو او تر تهرانه ځغلوي او یا به یې په کولاب کې ایساروي. طالبان به اسلامي نظام راولي، خلک به له دې بدبختیو، بې انصافیو، بې عدالتیو، له رشوت خورو، غاصیبنو، تالي څټو، جگړه مارانو او له نورو یوارې خلاص کړي. بیا به نه د جمعیت گوند ډوزې وي او نه به څوک جرئت کولی شي، چې ووايي نه یې منم.



