لیک :محمد نسیم هوتک
عابده! زه دې منم چې ته ډیر وظایف،نفلونه او اذکار کوې، هغه څه چې ته یې په دغو وظایفو،نفلو او اذکارو کې لټوې شپه او ورځ یې په تلاش کې یې، دا د الله پاک د مخلوق په خدمت کې ډیر ښه او اسانه موندلي شې، د نیکو خلکو خدمت وکړه!
زاهده! د ځان په وږي کولو او نفلي روژو نیولو کې چې ته څه غواړي، د دې بله لار هم شته، د مساکینو او فقیرانو لوږه خیټه مړه کړه، ستا پر وږه او نفلي روژو د هغوی خیټه نه مړیږي،
عارفه! دا درسره منم چې چوپ کېانستل او د خدای په فکروذکر خپل ځان بوخت ساتل عبادت دی/ثواب لري، خو د زورورو پر وړاندې حق ویل او بیانول تر دې هم ستر عبادت ده.
دومره چوپ مه کینه چې ستا د چوپتیا له کبله د زورور زور نور لا زیات شي.
مسلمانه! د قرآن تلاوت کولو کې ډیر لوی اجر ده او زه دې وینم چې ته یې هر وخت کوي، خوتا کله د قرآن په کوم حکم عمل کړي؟ په دې ځان خبر کړه چې په قرآن عمل کول فرض دی.
د تقوی او ریاضت خاوندانو! تاسو خو په خپلو کوټنیو کې په سرونو سپین څادر غوړولي دي، له دغو کوټنیو او څادرو څخه مو سرونه را وباسئ او د دنیا پر عالم سترګې وغورځوئ، چې دا خدای مخلوک په کوم او څه حال کې دی؟.
اوس انصاف تاسو وکړئ!
ایا تسبیح اړول ډیر ثواب لري که په ټکنده سرو غرمو کې یوې کول او مسکین مړول؟
په جای نماز نفلونه کول او قرار کېناستل، او که د الله پاک په لاره کې ځان ستړی کول؟
انصاف تاسو سره دی،ریښتیا اوایئ!
ایا د بل په خیرات روژه ماتول ډیر ثواب لري او که خپل لږ مال له فقیر او مسکین سره یوځای خوړل؟؟؟؟

















