لیکوال ـ څارګر ځدراڼ
د سوریې مظلوم مسلمانان په څه حال دي؟
د هغو کورونو څخه هوار میدانونه جوړ شول؟
هغوي د سرپناه ځایې نلري؟
هغوی دا سوچ کوي چې نور په نړئ کې مسلمانان ختم شوي ،
ځکۀ هغوي د ځان دفاع پخاطر هیڅوک هم ونه لیدل،
هلتۀ لۀ پلار نازکۀ لورکۍ ورکۀ ده،
هلتۀ بچۍ باباجان ( یا ابې ) چیغي نعري یې ستونۍ پري کړ ،
هلته د وینو سیلاب روان دئ،
هلته په مسلمان قسمه قسم بمبارونۀ روان دي،
هلته بچې څخه د مم ټکۍ هیر شوي،
هلتۀ د وحشې کفارو د بمباریو له وجې خلکو د ژوندون څخه زړنۀ تور شوي،
هلته چورلکو د مسلمانانو زړونۀ په مینځ پرې کړي،
هلتۀ مسلمانۀ خورکۍ بې عیزته شولۀ،
هغه چې مخ لیدل یې چا تصور هم نشو کولۍ نن خپل خوژ بچي پسي لالهانده ګرځي،
هلته مسلمان آه و فریاد څوک نه آوري ،
د تش بشریت په نامه غربې ځناوران یې په کړیکو او فریادونو خوندونه آخلي،
خو
رابه شو خپل طرفتۀ،
دلته مسلمان ځوان په دې خفه دئ، چې نن کرکټ زومونږ هیواد وبایللو، !
زمونږ ځوانان د کرکټ په نشۀ کښي ډوب دي،
زمونږ ځوانان د ښځو په سټایلونو مصروف دي،
نو د قیامت په ورځ به قهار رب ته څه جواب وایو !!!؟
څوک به دغو مظلومانو ته جواب ووایې ؟؟


















