دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

دجال څوک دی؟

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مارچ 6, 2018
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
791
ځلې شریک شوی
860
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال:ــ یارمحمد معصوم

دجال یا زموږ او ستاسي دسیمو په لهجه خرجداد دحضرت ادم علیه السلام له اولاد څخه دی،په خټه یهودي دی؛
سور رنګی ځوان دی،لنډه ونه،ګوړګوتي ویښتان،پلن یعنې اوږد تندی او پلن غټ ورمیږ لري؛
په ښی سترګه ړوند دی،پر تندي یې کفر لیکل شوی دی،چې هر یو مسلمان لوستونکی او نه لوستونکی به یې لوستلای شي،هغه به شنډ وي یعنې اولاد به یې نه کیږي…
په اړه یې امام بخاري رحمة الله علیه له حضرت عبدالله ابن عمر رضي الله عنه څخه روایت را نقل کړی هغه فرمایي:چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:په داسي حال کې چې زه بیده وم خوب مې ولید چې له کعبي څخه طواف کوم،ناڅاپه مې یو سور غټ سړی په نظر راغی ګوړګوتي ویښتان یې وو،ښی سترګه یې ړنده وه،سترګه یې د راپورته شوي انګور په څیر وه،ماپوښتنه وکړه چې دغه څوک دی؟
هغو ځواب کوونکو وویل چې دغه دجال دی،هغه ته ډیر ورته په خلګو کې دقطن زوی دی.
دلته به تاسي ته هرومرو پوښتنې پیدا شي چې دجال ته ولي مسیح دجال وایې او څه وخت به راوزي؟
نو دلمړی پوښتنې جواب دادی:
دجال ته مسیح دجال ځکه وایې: چې سترګه یې مسخ شوې ده او دجال ځکه ورته وایې: چې هغه به باطل دحق په نوم او شکل کې خلګو ته وړاندې کوي؛
یعنې دجل عربي لفظ دی او معنا یې په ظاهره یو شی او په باطن کې بل شي ته وایې.
په دې اړه پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:چې ددجال له اور څخه مه بیریږئ هغه دوکه کوونکی دی،حق یې په درواغو او باطل سره پټ کړی دی،که دهغه اور مو ولید نو پوه شه چې په تحقیق سره هغه سړې،خوږې او پاکې اوبه دي.
ددوهمي پوښتنې جواب دادی:دجال به هغه وخت راوزي کله چې لمونځ پریښودل شي،په امانت کې خیانت وشي،په شریعت حکم کول کمزوری شي،ظلم او تیری فخر وګرځیږي،واکمنان بدکرداره بدسلوکه خلګ شي،قاریان فاسقان شي،زنا او بدکارې عامه شي،سود کول عام شي،خپلولي له منځه ولاړه شي،سندرغاړي او نڅا کوونکې ښځې را څرګندې شي،شراب چیښل،درواغ ویل او رشوت اخیستل پیل شي،دوینو تویدل بې پروا شي،دین په دنیا خرڅ کړل شي،ښځه له میړه سره یو ځای سوداګرې پیل کړي،نارینه له ښځو سره او ښځې له نارینو سره یو شانته والی غوره کړي،زړونه له مروت او میړاني څخه خالي شي،معروف منکر او منکر معروف شي…
نو هله به دجال راووزي او په نړۍ کې به فتني خپري کړي دهغه له فتنو څخه به یوه داهم وي،چې یوه کوچي ته به ووایې چې که زه ستا مور او پلار را ژوندي کړم نو بیا ته ما په خدایې سره مني؟نو هغه به ورته ووایې چې هو،نو شیطان به دهغه دمور او پلار په شکل کې ورته راپورته شي،او ورته وبه وایې :چې آی ګرانه زویه دهغه تابعداري وکړه هغه ستا رب دی.
او ددجال له فتنو څخه بله داده: چې اسمان ته به امر وکړي چې اورښت وکړه نو هغه به اورښت وکړي؛
ځمکې ته به امر وکړي چې زرغونول وکړه هغه به زرغونول وکړي…
نو ګرانو وروڼو که هر څوک هره جمعه سورة الکهف تلاوت کړي نو له هغې فتنې څخه به په امن کې وي چې ددغې او بلې جمعې تر منځ راځي،او که ددجال فتنه هم په کې وي،الله تعالی به یې ترینه وساتي.

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

ــ نو الله تعالی دي ټول مسلمانان وروڼه او خویندې هغه که په هرځای کې استوګن وي ددجال او نورو فتنو څخه وساتي. امین ثم امین

معصوم زابلی

مخکینې مطلب

طالبان هيڅ کله د سولي اړتيا نه ويني

بل مطلب

ننګرهار: د اورلګېدو پېښه کې دوه تنه مړه شوي- څلوېښت دکانونه سوزځېدلي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ولسمشر زلنسکي د روسیې د انرژۍ پر وړاندې د بندیزونو پر کمېدو نیوکه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com