آیا توده جګړه به سولې ته لاره ورکړي؟

کابل ټکی کام ــ ۷ سرطان ۱۳۹۴ د مبصر په قلم ددریو میاشتو راپدېخوا په افغانستان کې د پخوا په څېر د ګرمۍ په را رسېدو طالب وسلوالو ته پر افغان دولتي ځواکونو دبرید ونو زمینه برابره شوې. طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایاتو کې پر افغان ځواکونو د خپلو وسلو شپېلۍ ورسمې کړې، آن تردې چې په کندز کې يې له دولته درې ولسوالۍ ونیولې او دا مهال د نورستان په وائنټ وایګل کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ جګړه دومره توده ده چې کېدی شي د یادې ولسوالۍ په سقوط سره جګړه د نورستان نورو ولسوالیو ته هم وغزېږي. د همدې تودې جګړې په دوام سره د پاکستان د صدر اعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې په راتلونکي نږدې وخت کې به د افغان طالبانو او افغان دولت ترمنځ د خبرو لمړی پړاو شروع شي. سرتاج عزیز په خپله وینا کې د افغان دولت د استازو او طالب مشرانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلولو نېټه او ځای ندی په ګوته کړی خو دومره یې ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو کولو لپاره وخت نږدي کېدونکي دي. که څه هم د طالبانو لخوا د سرتاج عزیز د وینا تردید شوی، خو د تېرو غونډو او خبرو په نظر کې نېولو سره ښائي سرتاج عزیز ته پدې اړه دا معلومات ترلاسه شوي وي چې د دواړو خواوو ترمنځ په کوم هېواد کې دخبرو کولو زمینه برابره او کوم هېواد به دغونډې کوربه توب کوي. د سرتاج عزیز وینا رسنیو پدې دلیل دخپلو خبر پاڼو سرلیک وګرځوله چې دتېرې مۍ دمیاشتې په دویمه د قطر په غونډه کې چې د کاناډایي موسسې لخوا جوړه شوې وه د ايټاليا مشر (فاولو) ویلي و چې دوی به د افغان شخړې د حل لپاره د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په راتلونکی کې نورې ورته غونډې هم جوړې کړې. د قطر په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي دا منلې وه چې د یادې غونډې په دوام به د افغان مسئلې د حل لپاره د دوی د شرطونو په منلو سره په نورو غونډو کې پر یو لړ مسئلو او د حل په ټکو یې هم خبرې وشي. که څه هم په افغانستان کې پر دولتي ځواکونو د طالبانو لخوا بریدونو زور اخیستی او لا دا چې هغه بله ورځ یې په پارلمان هم برید کړی چې مطلب یې کېدای شي دا وي چې طالبانو ته د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ افغان حکومت بالکل د منلو وړ نه دی نو ددې سوال راپیدا کېږي چې روانه توده جګړه به سولې ته لاره ورکړي؟



