کابل ټکی کام ۱۶لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي دفتر په خپره شوې خبر پاڼه کې د ترکیې له هېواد سخه په جدي ډول غوښتي دي چې په ۲۴ساعتونو کې دې د دوی له ملک څخه ووځي، او که نه، نو په خلاف به یې دوی د هر ډول چارو څخه کار واخلي.
خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي چې دوی به د ملګرو ملتونو د امنیت شوراء ته له یادې خبرې شکایت وکړي.
د حیدر عبادي په غبرګون کې د ترکیې لومړي وزیر احمد داوو اوغلو له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي دي، «دوی له پخوا څخه د عراق په خاوره کې یوه معمولي نظامي اډه لري چې د داعش ډلې په خلاف داوطلبه ځواکونو ته پکې روزنه ورکوي.
په خبر پاڼه کې اوغلو دا هم ویلي دي: «تر هغې پورې بغداد ته نور ځواکونه ونه لیږي تر څو چې د بغداد حساسیت ختم نشي.»
همدا راز د عراق دفاع وزیر خالد العبیدي له خپل ترکي سیال ایلماز سره په ځانګړو خبرو کې د ترکیې هېواد د روزنیزې هډې او د ترکیې پر زیات شمېر نظامیانو باندې اعتراض کړی دی، او غوښتنه یې کړې ده چې ژر دې له عراق څخه ووځي.
د یادونې وړ ده چې د عراق د موصل په بشقیه سیمه کې د ترکیې هېواد سرتېرو یوه ډلګۍ چې کمه شمېره لري په عراق کې له څو میاشتو را هیسې د داعش ډلې پر خلاف د اوطلبه کسانو ته روزنه ورکوي چې ټول شمېر یې ۶۰۰تنه او ۲۵ټانګونو ته رسیږي.


















