پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

نـبـوي سيرت

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 7, 2015
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
18
ځلې شریک شوی
224
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 (پنځمه کړۍ)ليکنه: مفتي محمدالياس « فاتح  »

د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د مبارک نسب  شجره

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

پوښتنه : د پېغمبر عليه السلام د پلار او مور نومونه څه وو؟

ځواب: د پلار نوم يې عبدالله او دمور نوم يې بې بي آمنه وه.

پوښتنه : د پلار لخوا د رسول الله صلی الله عليه وسلم دنسب لړۍ څه وه ؟

ځواب: د رسول الله (صلى الله عليه  و سلم) د نسب سلسله په دريو برخو ويشل شوې:

لومړۍ برخه: محمد (صلى الله عليه و سلم) بن عبدالله بن عبدالمطلب  بن هاشم بن عبدمناف بن قصي بن كلاب بن  مره بن كعب بن لويْ بن غالب بن فهر بن مالك بن النضر بن كنانه بن خزيمه بن مدركه  بن الياس بن مضربن نزار  بن معد بن عدنان .

(ددې برخې په صحت ټول تاريخ پوهان او نسب پيژندونکي په يوه خوله دي.)

دويمه برخه:

له عدنان نه پورته، يعنې عدنان بن اد بن هميسع بن سلامان بن عوص بن بوز بن قموال بن ابي بن عوام بن ناشد بن حزا بن بلداس بن يدلاف بن طابخ بن جاحم بن ناحش بن ماضي بن عيض بن عبقر بن عبيد بن الدعا بن حمدان بن سنبر بن يثربي بن يحزن بن يلحن بن ارعوي بن عيض بن ديشان بن عيصر بن افناد بن ايهام بن مقصر بن ناحث بن زارح بن سمي بن مزي بن عوضه بن عرام بن قيدار بن اسماعيل بن ابراهيم (عليهما السلام).(ددې سلسلې په صحت ځينې قايل او ځينې چوپ دي )

دريمه برخه :

له ابراهيم (عليه السلام) نه پورته يعنې ابراهيم بن تارح ( آزر) بن ناحور بن ساروع يا ساروغ بن راعو بن فالخ بن عابر بن شالخ بن ارفخشد بن سام بن نوح (عليه السلام) بن لامك بن متوشلخ بن اخنوخ ( ويل كيږي چې همدا ادريس عليه السلامو) بن يرد بن مهلائيل  بن قينان بن آنوشته بن شيث (عليه السلام ) بن آدم (عليه السلام).

(په دې مرحله کې ناسم  او ګډوډ روايتونه راغلي دي .)

پوښتنه: د مور لخوا د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم دنسب لړۍ څه وه؟

ځواب: محمدبن آمنة بنت وهب بن عبد مناف بن زهرة بن كلاب بن مرة…

کلاب ته په رسيدو  د نبي عليه السلام د مور او پلار د نسب لړۍ سره يو ځای کېږي.

پوښتنه: دنبي عليه السلام دپلار او مور لخوا دنياګانو نومونه څه وو؟

ځواب: د پلار د مور نوم يې «فاطمه» او د مور دمور نوم يې «بره» و ، دنبي کريم صلی الله عليه وسلم دواړه خواوې نياګۍ د قريشو د درنو کورنيو لوڼې وې.

پوښتنه: د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم کورنۍ په کوم نوم يادېده؟

ځواب: بنو هاشم يعنې دهاشم اولاده.

پوښتنه: دهاشم اصل نوم څه و او هاشم ولې ورته ويل کېږي؟

ځواب: د هاشم  اصلي نوم عمرو و، هغه دنبي کريم صلی الله عليه وسلم غورنيکه (عبدالمطلب پلار) و، او د خپل قوم  قريش سردار او مشرتابه و. هاشم اسم فاعل صيغه ده ، معنا يې ده ډوډۍ ميده کوونکی ، پر نوموړي دغه نوم له دې امله کېښودل شوی و چې :

يوځل په مکه کې وړه ختم شوي وو او په همدغه موده کې نومړی د سودا ګرۍ مالونه شام ته وړي وو او له شامه څخه يې پر اوښانو غه او پخه ډوډۍ بار کړې او مکې ته يې رواړې . مکې ته په رسيدو دمکې اوسيدونکو ته عام دعوت اعلان وکړ اوښان يې ذبحه کړل غوښه يې پخه او پخپله يې کاسو او ښانکونو کې ښوروا واچوله او ډوډۍ يې پکې ميده کوله او پرخلکو يې خوړله چې له همدغه تارخ څخه دهاشم يعنې ډوډۍ ميده کوونکي په نوم مشهور شو او له دې وروسته به يې هرکال دحج په موسم کې حاجيانوته په ښورواکې ميده او وړه کړې ډوډۍ(ثريد) ورکوله . نو له همدې وجې په هاشم ونومول شو او دغه لقب  يې پرخپل اصلي نوم غالب وګرځيد.

پوښتنه: هاشم څو ودونه کړي وو او څو اولادونه يې درلودل؟

ځواب:  هاشم شپږ ودونه کړي وو چې چې نومونه يې دا دي : سلمی بنت عمرو بن زيد،هندبنت عمروبن ثعلبه ، قيله بنت عامر بن مالک بن جزعه، اميمه بنت عدي بن عبدالله بن دينار ،واقده بنت ابي عدي ، عدي بنت حبيب او له دغو شپږو مېرمنو څخه يې نهه اولادونه پيداشوي وو چې پنځه يې لوڼه او څلور يې ځامن وو.

۱): له سلمی څخه يو ځوی «عبدالمطلب» او يوه لور «رقيه »وه.

۲): له هندې څخه  څخه يو ځوی «اباصيفي» وه

۳): له قيله څخه يو ځوی «اسد» وه

۴): له اميمه څخه  يو ځوی  «نضله» او يوه لور «شفاء» وه

۵): له واقدي څخه دوه لوڼه« ضعيفه» او «خالده» وه

۶): له عدي بنت حبيب څخه يوه لور «حنه»

 پوښتنه: دنبي کريم صلی الله عليه وسلم دنيکه اصلي نوم څه و  او عبدالمطلب ورته ولې وايي؟

ځواب: دنيکه اصلي نوم يې عامر او لقب يې شيبه و، په عبدالمطلب له دې وجې مشهور شو چې: د هغه پلار هاشم دسوداګرۍ لپاره شام ته تللی وم ، هلته ناروغ شو او دفلسطين په غزه سېمه کې وفات شو او دقريشو دمشرتوب پګړۍ دهاشم ورور مطلب ته ورپسرکړای شوه ځکه چې دهاشم نور درې ځامن دمشرتوب اهل نه وو.

مطلب او قريش له دې خبر نه وو چې هاشم په مدينه کې هم يو ځوی لري کله چې مطلب خبر شو نو مدينې ته ورپسې لاړ او کله يې چې وراره وليد ډېرخوشال شو ، په غېږ کې يې ونيو او دهغه مور ته يې وويل: زه مې وراره مکې ته له ځان سره بيايم څو هلته دبيت الله خدمت او دقريشو دقوم دمشرۍ چارې سمبال کړي.هغه خوشاله شوه او خپل ځوی يې ورسره ولېږه. مطلب چې خپل لس کلن وراره له ځانه سره مکې ته راوست نو خلکو وليد چې مطلب په ځان پسې پراوښ يو هلک سور کړی ګومان يې وکړ چې غلام يې اخيستی اوراوستلی يې دی ، نو ټولو دعبدالمطلب نوم پرې کېښود يعنې دمطلب غلام.

مطلب بيا بيا هر يو ته ويل چې دا هلک زماغلام نه ، زما وراره دهاشم ځوی دی او شيبه نومېږي،مګر خلکو عبدالمطلب نوم ورته اخيست او همدغه نوم يې تاريخ ته پاتې شو.

پوښتنه: عبدالمطلب څو ودونه کړي وو او اولادونه يې څو وو؟

ځواب: عبدالمطلب شپږ ودونه کړي وو او له هغوی څخه يې يويشت اولادونه وو،

دمېرمنو نومونه يې په داسې ښودل شوي دي:

۱ـ صفيه بنت جيندبنت حجير

۲ـ فاطمه بنت عمروبن عايذبن عمران

۳ـ لبني بنت هاجره

۴ـ هاله بنت وسيب بن عبدمناف

۵ـ تنيله بنت خباب بن کليب

۶ـ منعمه بنت عمرو بن مالک

له دغو مېرمنو يې پنځلس ځامن او شپږ لوڼې وې چې نومونه يې داسې دي:

۱ـ حارث له صفيه څخه

 ۲ـ زبير ۳ـ ابوطالب ۴ـ عبدالکعبه ۵ـ عبدالله له فاطمه څخه

 ۶ـ ابولهب (عبدالعزی) له لبني بنت هاجره څخه

۷ـ مقوم  ۸ـ خجل ۹ـ مغيره ۱۰ـ حمزه  له هاله بنت وسيب څخه

۱۱ـ ضرار ۱۲ـ قـثم ۱۳ـ عباس له تُنيله بنت خباب څخه

۱۴ـ غيداق ۱۵ـ مصعب له منعمه بنت عمروبن مالک څخه.

 لوڼې يې :

بيضاء، بره، عاتكه، صفيه، اروى او اميمه.

يادونه: خو صحيح روايت دا دی چې دعبدالمطلب دولس ځامن وو، دعبدالعكبه مقوم،او حجل غيداق ديو يو کس دوه دوه نومونه دي او د قثم په نامه يې بيخي زوى نه لاره .

پوښتنه : دنبي کريم صلی الله عليه وسلم په ترونو کې څوک څوک په اسلام مشرف شوي وو؟

ځواب: حضرت عباس او حضرت حمزه رضی الله عنهما

مخکینې مطلب

وروستيو پيښو د ګوډاګيانو نارسيسيزم څرګند کړ

بل مطلب

عراق له ترکیې غوښتي: په ۲۴ساعته کې دې خپل ځواکونه وباسي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com