دنوروز او مهرجان دورځو لنډه تاریخچه

لیکوال مولوي سلیمان حقاني

نوروز دورځې دایجاد په اړه تاریخ پوهان بېلا بېل نظرونه لرې چې څو یې ستاسو مخته په لنډو ټکو سره راوړو
نوروز دفارسۍ لفظ دی چې په معنا دنوې ورځې سره، یعنې دکال لومړۍ ورځې ته ویلې شی.
ځینې تاریخ پوهانو لیکلې چې هرکله ذردشت په کال (۵۸۳) قبل المیلاد وفات شو، قوم یې دشیطان په لمسون د اور عبادت شروع کړ، له همدغه ورځې {چې دنوروز ورځ وه} دمجوسیت دین مینځ ته راغی، له همدې وجه مجوسیان ددې ورځې تعظیم کوي.
دوهم قول دمؤرخینو دادی چې مجوسیانو دبلخ په ښار کې دلومړي ځل لپاره د اتش پرستۍ لوی معبد (عبادت ځای) جوړ کړ اوپه هغې کې یې په لومړۍ ورځ اور بل کړ، ځکه یې مجوسیان زیات درناوی او احترام کوي، او هرکال دغه نوروز دغه ورځ په زیاتو خوشحالیو، تحفو، اجتماعګانو، سازونوو سندرو، ادبي اوفرهنګي غونډو او مشاعرو سره تجلیلوي او دغه ورځې ته یې نوم عید نوبهارکېښود.
داسې هم ویل شوي دي چې کله د{نوبهاربلخ} اتش ګده(اور لمانځنې ځای) مجوسیانو په بلخ کې جوړ کړ او دپاسه یې ورباندې دبابري ګل (کشمالو) کېښود چې تر اوسه مجوسیان دبابري ګل احترام کوي اوپه دغه ورځ یې زیاته خوشحالي وکړه، بیا دغه ورځ یې هرکال لمانځله، دا ورځ دنوروز ورځ وه.
علامه مسعودي (په خپل کتاب مروج الذهب، جدید چاپ بیروت جلد: ۱-صفحه ۱۵۱) کې لیکلي دي چې اکثر اقوال په دی ګواه دي چې نوروز جمشید ایجاد کړی دی.
نوموړی زیاتوي:
ثم ملک بعده اخوه جمشید وکان ینزل بفارس وقیل انه کان في زمنه طوفان وذهب کثیر من الناس الی ان النیروز في ایامه احدث وفي ملکه رسم.
ترجمه: بیا له خپل ورور څخه وروسته جمشید پاچا شو، اونوموړی پاچا په فارس کې استوګن وو. ویل شوي چې نړیوال طوفان دجمشید په زمانه کې وو او دې خبرې ته زیاتو خلکو ترجیح ورکړې چې نوروز دجمشید په زمانه کې پیدا شو او دده په ملک کې رواج شو. دجمشید باد شاه په باب تاریخ پوهانو ویلي چې جمشید زیاتې ودانۍ جوړې کړې وې او دخدایۍ او الوهیت دعوی یې هم کړې وه او دځمکې پرمخ یو ستر کافر تېر شوي دی.
کله چې جمشید دبیووارسب له لاسه ووژل شو، بیا دهغه دبادشاهۍ پرچوکۍ همدی کېناست. دبیوارسب په اړه تاریخ لیکوونکو اختلاف دی بعضی وايي چې دفارس اوسېدونکی و او بیا ځینې یې عربوته منسوبه وي. بیا دبیوارسب څخه وروسته افریدون چې داثقابان ځوی او دجمشید لمسی و پاچا شو. نوموړي پاچا بیوارسب د(دباوند) په غره کې بندي کړ اوهمدغه ورځ یې په عیدمهرجان سره مسما کړه بیابه خلکو دغه ورځ هم لمانځله او دنوبهاربلخ اتش کده هم ددوی په وخت کي جوړه شوې ده.
بیا په (۲۵۰) قبل المسیح کال دچین یو پرغلګر (اشوک) چې بودایې مذهبه و پر ګران افغانستان یرغل وکړ او افغانستان یې ترلسو کلونو پوري مستعمېره کړی وو، دغه اشوک بودایې دنوبهار بلخ په لویه اتش کدهذکې نوروز بند کړ، دغه اتش کده یې په بت خانې بدله کړه او دبودایت دین یې پکې رواج کړ په دې پېر(دور) کې هېچا مجوسیت (اورلمانځنه) نن شوای کولای، دنوروز پر لمانځلو بندیز ولګېده، حتی چې خلکو به نوروز خفیه په کورونو کې لمانځلو که چیرته دنوروز په لمانځلو د اشوک بودایې عسکر په چا خبر شول هغه ته به یې سخته سزه ورکوله دغه دبودایت لړۍ په بلخ باندې تر(۶۵۲میلادي) کال پورېجاري وه، دامهال چې په تیاروډک جهان کې داسلام مبارک دین سپینې وړانګې دځمکې پرهرلور خپرې شوط وی، اوله نېکه مرغن درسول الله صلی اللهذعلیه وسلم څلورم خلیفه حضرت عثمان رض په زمانه کې داحنف بن قیس تمیمي رض په مشرۍ دبلخ لویه بت خانه په خپلو لاسونو ورانه کړه اوپه هېواد کې اسلامي مدرسې او جوماتونه جوړ شول دبودایت اومجوسیت رېښې، رسم ورواج اوناوړه عادتونه له مینځه لاړل، حتی چې له (۳۲)ه تر(۴۴۸)ه کال پورې دمجوسیانو اختر یعنې نوروز لمانځل دافغانستان په مکملو سېمو کې ورک شو، آن تردې چې خلکو یې نوم هم زده نه وو بیا په (۴۴۸ه کال) دعباسي حکومت له سقوط وروسته ددیملیانو یو مردود متعصب او مبغوض دیلمي (معزالدوله) شیعه دبغداد پرتخت کېناست (بادشاه شو) ډېر ناروا رسومات او عادتونه یې خواره کړل لکه محرم الحرام میاشتي دلسمې ماتم او دبلخ یعنې مزار په ښار کې یې دنوروز ورځې لمانځل او جنډه پورته کول رواج کړل او دغه پخواني عیدنوبهار ورځ یې په نوروز بدله کړه او خلکو ته یې دهرکال لمانځلو امر وکړ نو دغه ورځ اولنۍ مجوسیانو ایجاد بیا جمشید چې له زردشت وروسته تېر شوی ښه تازه کړه بیا دیلمیانو او شیعه ګانو دمجوسیانو تائید وکړ.
دغه دنوروز مختصر تاریخ و چې تاسو ته معلوم شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button