لیکوال: جبیر احمد مشهود
د ځوان نسل غافل پاته کیدل په یوه ټولنه کي د هغي ټولني د بربادۍ اولنۍ نښه او علامه ده ځکه چي ځوانه طبقه په یوه ټولنه کي د ملا د تیر حیثیت لري لکه څنګه چی په بدن کي د ملاتیر کار پریږدي د انسان ټول غړي فلج کیږي همداسي د ځوان نسل په غافل پاته کیدلو ټولنه فلج کیږي چي هغه وخت بیا ټولنه د پرمختګ او بقا په ټولو لارو چارو کي ناکامه او لویدلې پاته کیږي
د یو هیواد د فلاح او ترقۍ لپاره چي کار کوي هغه همدا ځوانان دي چي یاد شوي دي هغه تحولات چي د ټولني د پرمختګ او بقا لپاره اړین دي د همدې ځوانانو په ارادو پوري په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول اړه لري که ځوان نسل د عیاشۍ،فحاشۍ او عریانۍ تر هلاک کونکي برید لاندي راغلی نو باید چي د هیواد ټول وګړي یې په سالیمه رهبري د نجات ټولي اړیني لاري ولټوي چي هغه وخت یواځي دانه چي د ځوان نسل د ژغورني هڅه به یې کړې وي بلکي یو ملت به یې له هلاکت او بربادۍ څخه ژغورلی وي او د یو هیواد راتلونکي ته به یې ستر خدمت کړی وي
نو همدا وجه ده چي نن په افغانستان کي یرغلګرو د همدې ځوان نسل ګمراه کیدو ته خاصه توجو کړې ده او خپل ټول بشري او مالي ځواک یې تر اشغال را وروسته د همدې ځوان نسل د ګمراهۍ او د حقي لاري څخه د هغوی پر انحراف لګولی دی ځکه دا هغه ملي سرمایه ده چي یو هیواد او یوه ټولنه هم په بربادیږي او هم په ابادیږي که یې چیري سالیمه روزنه وشي د ټولني خیر خواهان به جوړ شي او که چیري له دې څخه (سالیمي روزني)څخه محروم پاته شول نو د ټولني ټولي بد مرغۍ به له دوی څخه سرچینه اخلي چي هغه وخت به د ټولني د هلاکت عناصر هم دوی وی بل څوک نه ښه مثال یې افغانستان راوړلای شو
غرب د نظامي اشغال تر څنګ په افغانستان کي ځوان اذهان اشغال کړل چي د هغه څخه یې د خپلو مقاصدو په لاسته راوړلو کي خورا لوي ګټي پورته کړې نه یواځي داچي هغوی ځوان اذهان اشغال کړل بلکي د ځان لپاره یې په دې هیواد کي د یوې ستري اصلحې په څیر استعمال کړل د هغوی په توسوط یې خپل منحوسو اهدافو ته ځان ورسوی او په هغه اهدافو کي تر ډیره حده بریالي هم دي
نو د دې اشغال څخه د هیواد د دائمي ازادۍ لپاره موږ باید پر اشغال شوو اذهانو کار وکړو هغوی باید له سره په خورا مهارت سره تداوي کړو نه یواځي دا چي ټولني ته به مو کار ګړی وي بلکي بشریت به موله ستر ناورین څخه ژغورلی وي

















