دلته مه راځه غلیمه حکمتیار مو لا ژوندی دی؟/ خالد روان

په افغان گوندونو کې حزب اسلامي د تاریخ په اوږدو کې تل مذب‌ذب پاتې شوی دی. تل یې معاملې کړي او د شخصي گټو له‌پاره له هر څه تېر شوی. په نویمه لسیزه کې د کابل په کورنۍ جگړه کې حزب اسلامي د کابل په ورانولو کې تر ټولو ډېره ونډه لرله. له جمعیت اسلامي، حزب وحدت، جنبش او نورو گوندونو سره یې د شخصي گټو له‌پاره معاملې وکړې؛ خو نه حکمتیار د کابل واگې په لاس کې واخیستې او نه یې د لومړي وزیر کېدو ارمان پوره شو.

کله چې د طالبانو تحریک راپیل شو، همدغه حزب اسلامي او حکمتیار له سیاف سره یو ځای شول او د حکمتیار سر د ایراني اخوندانو غېږ ته ورسېده. د حکمتیار هغه خبرې هم دروغ ثابتې شوې، چې د یوه سوچه افغاني اسلامي نظام له‌پاره مبارزه کوله؛ خو کله چې اسلامي نظام راغی، نو دی تېر په شا شو. حکمتیار له ایرانه پاکستان ته ولاړ او باالاخره تېر کال په لغمان کې راپیدا شو.

د امریکا له یرغل وروسته حزب اسلامي په ځینو خاصو سیمو کې وسله‌وال مقاومت کاوه، چې د گټې پر ځای یې طالب مجاهدینو ته زیان ډېر وو. په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د حزب جنگیالیو د هېواد په یو شمېر سیمو کې اعلانونه وکړل، چې قطب الدین هلال ته رایې ورکړې؛ خو د طالبانو مخالفت یې خولې وربندې کړې.

د امریکا پر وړاندې حزب اسلامي مقاومت نه کاوه؛ بلکې ځینو سیمو کې یې اختلافات راپیدا کول. د دې خبرو پته هغو خلکو ته ښه لگېږي، چې په کومو سیمو کې طالبان او د حزب جنگالي یو ځای وو. تېر کال حزب اسلامي ټولې پخوانۍ خبرې هېرې کړې او د امریکا په غېږه کې پرېوتل.

حزب اسلامي د تسلیمۍ وروسته د کابل په یو ځانگړې سیمه کې ایسار کړی شو. نه سوله راغله، نه په جګړه کې یو بڅری کموالی راغی، نه د امریکا پر وړاندې مقاومت کې کوم بدلون راغی؛ بلکې طالبان ورځ تر بلې پیاوړي کېږي، سیمې او ولسوالۍ نیسي او آن د افغانستان له نیمايي په ډېره خاوره واکمني لري.

تېره اوونۍ د حکمتیار، ارغندیوال، محمد خان او نورو پخوانیو حزبیانو ترمنځ اختلافات رسنیز شول او د حزب ترمنځ هغه درز په رښتیا پیدا شو، چې ځینو خلکو لا له وړاندې وړاندوینه کړې وه.

حکمتیار له راتگ وروسته هرات، خوست، ننگرهار، لغمان او ځینو ولایتونو ته سفرونه وکړل. تراوسه د دغه سفرونو په اړه څه نه ویل کېږي؛ خو ډېری خلک وايي، چې حزب اسلامي د امریکا په اشاره د نویمې لسیزې د لوبې په سازش بوخت دی او کېدای شي د اربکیانو په نامه سیمه‌ییز وسله‌وال حزبیان بیا فعال کړي او له طالبانو سره د مخامخ جگړې اعلان وکړي.

حکمتیار تېره ورځ جلال اباد ته تللی و، چې د حکمتیار د تگ له امله زموږ ۱۴ هېوادوالو ته مرگ ژوبله واوښته. حکمتیار په حکومت سر ـ سري نیوکې وکړې او داسې یې وښوده، چې راتلونکو ولسي جرگې ټاکنو له‌پاره نوماند کېږي. ځکه د ده د خبرو اصلي تمرکز پر اوسنۍ ولسي جرگه وو او د هرې خبرې وروسته او مخکې یې ولسي جرگه یادوله. حکمتیار د ننگرهار او د کونړ هغه پېښې له یاده وویستې، چې روانه اوونۍ امریکا او افغان ځواکونو عام خلک شهیدان کړل.

حزب او حکمتیار لا له وړاندې د طالبانو له پرمختگ څخه په وېره کې دي او په کابل کې ځمکه ځای نه ورکوي. حزب اسلامي او حکمتیار باید په دې پوه شي، چې اوسني افغانان د تېرې پېړۍ افغانان نه دي او نه د خلکو په تشو ژمنو غولېږي. اوس خلک تلل کېږي، راتلونکي، حال او تېر وخت ته یې کتل کېږي، چې دغو جنابانو د کابل په ورانۍ کې څومره برخه لرله.

نو اوس دې حزبیان شاعران دغه شعر له سره ولیکي؛ ځکه غلیمان له وطن کې دي او حکمتیار د غلیمانو منځ کې راغی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button