د ولس وژنې سوله په چپرهار کې

سرليکنه

د عملیاتو پرمهال د ملکیانو وژل او پر لاریونوالو ډزې، د تېرې شنبې په ورځ د چپرهار ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکیو د دې ولسوالۍ مقام ته د لاریون او اعتراض په توګه د هغو کسانو جسدونه راوړي وو چې په ‌دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري په عملیاتو کې وژل شوي وو.

د لاریون پرمهال د پولیسو او ولسي وګړیو ترمنځ تاوتریخوالی پېښ شوی چې محلي پولیسو پر لاریونوالو ډزې کړي په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

افغان ځواکونو د شپې په دوه بجې د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ په هدیاخېلو او مندرخېلو سیمو کې عملیات کړي چې ځېنو کسانو ته په‌کې مرګ‌ ژوبله اوښتې ده.

د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکیو ګلداد خان او سیدعمر رسنیو سره خبرو کې وویل، وژل شوي کسان د شپې ناوخته د کروندو په اوبه کولو پسې وتلي وو چې ځمکني او هوايي بریدونه پرې شوي دي.

دوی د کره شمېرې په اړه یوه خوله نه‌دي او وايي چې شاوخوا لس تنه یې وژلي او ځېنې یې له ځان سره ژوندي وړي دي.

ګلدادخان او سیدعمر د لاریون پرمهال د محلي پولیسو له لوري شوې ډزې غیرعادلانه بولي او وايي چې محلي پولیسو د لاریون د ګډوډولو په پار پر لاریونوالو د شا له لوري ډزې کړي او ۲ تنه یې وژلي او یو تن یې ټپي کړ‌ی ‌دی.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام‌وطندار وویل، تېره شپه ناوخته امنیتي ځواکونو چپرهار ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو پر ضد عملیات کړي چې ځېنو کسانو ته په‌کې مرګ‌ ژوبله اوښتې ده.

ده دا هم وویل چې د وژل شويو کسانو په اړه د کره معلوماتو راټولولو له‌پاره یې سیمې ته پلاوی لېږلی دی.

خوږیاڼي ویلي، له افغان ځواکونو سره په ‌دې عملیاتو کې هوايي ځواک هم ملتیا کوله او دغه ‌راز امنیتي ځواکونو له سیمې ځېنې کسان هم له ځانه سره وړي؛ خو د کره شمېرې په اړه یې څه په لاس کې نه‌لري.

له دې مخکې هم د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې افغان ځواکونو په عملیاتو کې ملکي خلکو ته مرګ‌ ژوبله اړولې چې د ولسي خلکو اعتراضیه غږونه هم ورسره راپورته شوي‌دي.

پر حکومتي چارواکیو تل دا نیوکه وي چې په پوځي او چاڼیزو عملیاتو کې د ملکیانو ژوند ته د نه پام تر څنګ د وژل شویو خلکو د هویت معلومولو له‌پاره له ولس سره سیمو ته د لېږل شویو پلاوو نتیجې نه شریکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button