هلمند ( کابل ټکی کام : چهار شنبه، ۱۸ مه، لیندۍ ۱۳۹۴ ل)
خانشين ولسوالۍ چې له څو ورځو راهيسې د طالبانو له لوري د محاصرې په حال کې وه نن ماذدیګر مهال شاوخوا ۳ بجې په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ورغله .
د ولسوالۍ مرکز امنیه قومندانۍ او اړوند ټولې پوستې او قرارګاوې طالبانو ونيولې .
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنيو ته په یوې استولې خبر پاڼې کې ويلي دي، چې ددغې ولسوالۍ اړوند یوشمېر پوستې او قرارګاوې څو ورځې دمخه سقوط کړی وه، نن غرمه مهال ۱۱ بجې د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ باندي ددوي ځواکونو پراخ بريدونه پیل کړه، ماسپښین تر ۲ بجو پورې جګړه وغځېده، ټولې امنیتي پوستې قرارګاوې ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ په ټوليزه توګه ددوي لاس ته ورغلي .
احمدي دغه راز وايي چې په ننۍ جګړه کې ۱۳ تنه افغان امنیتي منسوبینن مړه ، یو شمېر يې ټپیان شوي او نور يې له سیمې نه تښتېدلي دي .
همدا رنګه احمدي وايي، دوي په د ولسوالۍ په مرکز او امنیه قومندانۍ کې زیاته پیمانه وسلې، ټانکونه، شوبلي، رینجر او مهمات ولجه کړي دي.
د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند شاه محمود اشنا تېره ورځ رسنیو ته د محاصرې ويلي وه خو د سقوط يې تر دې مهاله څه نه دي ويلي .
هلمند ولایت کې دا دريمه لویه ولسولۍ ده چې د طالبانو په لاس سقوط کوي .
سليم بریال


















