د اتمر د لاس نیالگي ثمرې ته ورسېدل/ خالد روان

داعش د وحشت، بربریت، د مسلمان وژنې او د یهودو د جوړې شوې پروژې نوم دی. نه د خلافت راوستو مئینان دي او نه خلافت د دوی په چټلو لاسونو راځي، چې د جگړې ټوله قرباني یې یوازې مسلمانان ورکوي. داعش د داسې پروژې نوم دی، چې اوس مهال ټولې نړۍ ته ښکاره شوه، چې دوی یوازې د مسلمانانو د وژلو لهپاره امریکا او اسراییلو روزلي دي. هماغوی پرمختللې وسلې ورکړي او ټول تجهیز او تمویل یې هماغوی کوي. داعش د فلسطین د حماس ډلې ته اخطار ورکوي؛ خو د صهیونیستي رژیم پلویانو ته غږ نه کوي.
داعش په افغانستان، عراق او سوریې کې یوازې مسلمانان وژلي. د مسلمانو مجاهدینو پر وړاندې ستر خنډ همدغه داعشیان دي. هلته یې د مسلمانانو ټولوژنې وکړې، په جبهة النصره، شام مجاهدینو او د القاعدې پر مجاهدینو یې ځانمرگي بریدونه وکړل؛ خو د امریکا، روسیې او د بشار الاسد د رژیم پلویانو ته سترگې نهشي پورته کولی.
داعش لوی ایران پرېښود او افغانستان ته راغلل. پکار وه چې داعش په نیمرزو، هرات او فراه ولایتونو کې راښکاره شوی وی او همالته یې د خلافت اعلان کړی وی. ځکه له ایران سره همدغه ولایتونه پوله لري. داعش په ناڅاپي ډول ننگرهار ته راغلل او لومړۍ جگړه یې له طالبانو سره پیل کړه. په اچین کې د داعش د وحشت بېلگې تراوسه د خلکو په ذهنونو کې دي. دوې میاشتې وړاندې په اچین کې دوه ډلهییز قبرونه وموندل شول، چې عام مسلمان یې په ډلهییز ډول شهیدان کړي وو او د کمونېستي رژیم د وحشیانو په څېر یې په ډلهییز ډول ښخ کړي وو.
داعش خلکو ته یو ځل بیا هماغه وخت وریاد کړ، چې کمونېستانو به هم خلک همداسې شهیدانول. د اچین، کوټ، بټي کوټ، چپرهار، پچیراگام او د خوږیاڼیو کیسې یې د اورېدو نه دي، چې داعشیانو په دغه سیمو کې څومره ظلمونه کړي؟ همدا تېر ژمی د خوږیاڼیو زرگونه کورنۍ د همدغو وحشیانو له لاسه بې کوره شوې او د خوږیاڼیو په ځینو سیمو کې تراوسه خلک خپلو مېنو ته ستانه شوي نه دي.
د امریکا، ناټو او د ملي امنیت لهخوا ډېره ښه پروژه پرمخ یوړل شوه. د داعش په نامه یې ځینو کسانو ته وسلې ورکړې. ځکه ټولو خواوو د طالبانو د ماتولو او تسلیمولو پوره هڅې وکړې؛ خو بریالي نه شول. د پکتیکا د پخواني والي عبدالکریم متین هغه خبرې مو په یاد دي، چې ویلي یې وو«د ملي امنیت کسانو په دغه ولایت کې دوه سوه زره ډالر پر خلکو وېشلي، چې د داعش په نامه راپورته شي.» د متین له دغو خبرو کولو څو ورځې وروسته له دندې گوښه شو. د ولسي جرگې زیاتو غړیو په ښکاره وویل: چې د داعش تر شا د ملي امنیت او د ملي امنیت د شورا د مشر حنیف اتمر لاس دی. د همدوی په اشاره خلک وژني او په افغانستان کې مذهبي جگړې ته د سونتوکي برابروي. د داعش غټ هدف یوازې او یوازې طالبان او شیعهگان دي. دوی فکر کوي، چې د دوی د نمایشي خلافت پر وړاندې ستر خنډ همدوی دي. خو فکر نه کوي چې په افغانستان کې روانه جگړه د اشغال پر وړاندې ده او یرغلگرو پر وړاندې له تاسې یوه نیمه لسیزه مخکې هم خلک جنگېدل.
په افغانستان کې سُني مسلمانان، شیعهگان، هندوان او سکهان د تاریخ په اوږدو کې په سولهییز ډول اوسېدلي. د کورنۍ جگړې نه پرته نورو ټولو په ارام ډول ژوند کړی او تراوسه په سولهییز ډول ژوند تېروي. داعش د عراق لوبه دلته هم تکراروي او سُني او شیعه د یوه بل پر وړاندې جگړې ته هڅوي.

د کابل برید او د داعش مسوولیت
پرون په کابل کې د ټاکنو لهپاره د نوم لیکنې پر مرکز برید وشو. څو شېبې وروسته یې مسوولیت داعش په غاړه واخیست. داعش ویلي وو، برید ابوالبرأ الشېرازي«د ایران اوسېدونکي» کړی دی. دا لومړی ځل دی، چې په داعش بهرنی او بیا د ایران اوسېدونکی په افغانستان کې برید کوي او مسوولیت یې هم داعش اخلي. هغه ایران چې د داعش پر وړاندې یې عملاً په عراق او سوریه کې جگړه پیل کړې ده.
داعش په تېرو څلورو کلونو کې ټول شیعهگان په نښه کړي. د شیعهگانو تکیه خانې، لاریونونه، غونډې او په نورو مراسمو یې بریدونه کړي، چې له همدې ځایه شیعهگان هڅول کېږي چې سنیان په نښه کړي او دلته د مذهبي جگړې اور بل شي او افغانستان بیا د نویمو کلونو دور ته ورگرځي.
د داعش په پروني برید کې ۱۷۰ تنو ته مرگژوبله واوښته، چې تراوسه ۷۰ تنه مړه شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي، چې ښځې، ماشومان، ځوانان او سپین ږیري یې د برید قربانیان وو.
ننگرهار او داعش
داعش بېگاه د ننگرهار په چپرهار ولسوالۍ کې درې وروڼه چې ټول ډاکټران وو، حلال کړي. داعش په دغه ولسوالۍ کې د طالب په نامه د ښوونځیو مدیران، ښوونکي، زده کوونکي او نور بې گناه کسان شهیدانوي او پړه یې بیا پر طالبانو اچوي.
د مشرانو جرگې مشر فضل الهادي مسلمیار هغه څوک دی، چې د داعش غړیو ته وسلې ورکوي، د ټپیانو درملنه یې په کابل او ننگرهار کې کوي او ټول ملاتړ یې همدغه مسلمیار کوي. د اتمر او مسلمیار د لاس نیالگي ثمرې ته ورسېدل او دادی پر عامو خلکو یې رڼا ورځ توره شپه کړه.



