نعمان لطیف
اوؤم دثؤر د افغان ولس په تاریخ کې تر ټولو توره او کرغېړنه ؤرځ ده او له همدې ورځې دپیل شؤیو بدمرغیو سره نن هم لاس او گرېوان یو. د اوؤم دثؤر دعاملینو د له منځه ؤړلو لپاره افغان ؤلس په تش لاس مقاؤمت پیل کړ او ددې ؤرځې عاملین یې یو مخیز رد کړل.
که څه هم زموږ دگران هېؤاد دتباهۍ او بربادۍ اصل عاملین خلق او پرچم دی او د الله په نصرت دولسي مقاؤمت په پایله کې دخلق او پرچم گوندونو مخکښان او اوباشان له صحنې تورمخونه واېستل شؤه او دکمونېزم وروستۍ مُهره د آریانا په څلورلاري کې راؤځړؤل شؤه، خو له بده بخته چې په اتم دثؤر دبدمرغیو یو بل پړاؤ پیل شو.
دکمونستي شرمخانو په ؤړاندې د ولسي مقاؤمت کمان دداسې افرادو لاسونو ته ولؤېدو چې ولسي ارمانونه یې له خاورو سره خاورې کړه او د ولسي هیلو دتکمیل پر ځای دخپلو هیلو دتکمیل هؤس پسې واخیستل.
دڅوکۍ او مال متاع هؤس آن له خپلو نږدې ملگرو څخه بې پرؤا کړه، دلاشرقیه او لا غربیه شعارونه یې له حافظې ولاړل او دخپلو هؤسونو د اشباع لپاره سپېنې چوغې او پگړۍ پر تن څوک دشرق غېږې ته ولؤېدل څوک دغرب غېږې ته.
شهیدان او یتیمان یې له یاده واېستل او دکونډو رنډو اومعیوبینو څخه یې دتورو ښېښو په موډرن کروزین موټرونو کې مخونه پټ کړل.
دمقاؤمت په دوران کې به یؤه مشر ویل که مو زه دظاهر شاه سره په یؤه مجلس کې ولېدم. دا گومان ونکړئ چې گواکې ظاهر خان به مسلمان شؤی ؤي، زه به له ایمان خلاص شؤی ؤم چې دبېدینه ظاهر خان سره درېږم.
یؤه بل مشر به ژر ژر په ږیره لاس کشاؤه او تر ځان لؤړ دراسخې عقیدي او قوي ایمان خاؤند ورته په نړۍ نه ښکارېده اما نن یې ښځینه او نارینه اولادونه په غرب او عربو کې شراب او کباب نوش کؤي او درقص، او فحشاء غیر اسلامي محافل ترتیبؤي او سپانسر کؤي.
ځینو یې دموقع په لټه کې ځانونه داسې عیار کړي ؤل چې تل به یې ژبې په ذکر لمدې ؤې او دریا په سجدو به پراته ؤل.
یؤه بل جهادي مشر دهجرت په دیار کې هغه افغان مېرمنې وژلې چې دسړیو تر څنگ یې په نړیؤال فورم ږغ پورته کاؤه؛ ددین ،جهاد او مجاهد ولس سره دخیانت له کبله الله عزوجل داسې ذلیل او خجل کړ چې خپلې لوڼې یې دتعلیم لپاره په هند او کراچي کې دسړیو سره ورانه په ورانه کښېنوستلې.
درسته ده چې دغه خود غرضه مرضیان خپلو ارمانونو ته ورسېدل، هؤسونه یې اشباع شؤل، او له جونگړو دشیش محل او دنگیو ماڼیو څښتنان شؤل خو تاریخ ځکه د اوؤم ثؤر دعاملینو په کتار کې ودرؤل چې دوی په زړه خیرن، او دخپل غرض مرض نیولي ؤل.
دوی جهاد وکړ خو چې دجهاد دبدنامؤلو اعمال یې پیل کړه دوی پخپله بدنام شؤه.
یؤه خبره باید هر مشر او هر افغان په پام کې ونیسي؛ ددین او وطن له نوم څخه په استفاده چې هر چا ولسي احساسات پارؤلي او بیا یې سوداگري پرې کړې ده ، د افغانانو ازار وهلي او الله ذلیل او شرمؤلي دي.
نن که دثؤر اوؤم زموږ دتاریخ توره ورځ ده دثؤر اتم چې زموږ دملي سوبې او استقلال ورځ ده او تاریخي ورځ ده ځکه توره ورځ وگرځېده چې دخلقیانو او پرچمیانو غوندې، ځینو مرضي او غرضي جهادي مشرانو خپل شخصي هؤسونه په وطني او دیني ارزښتونو مقدم وبلل.
نن یې وینو چې په یوه اداره کې سیاف ، گلاب زوی ، اتمر ، مسلم یار ، مجددي ، جبار قهرمان ، باچا خان ځدراڼ ، او ډاکټر عبدالله سره ناست دي.
هغه وخت به یې چې یؤه او بل ته د کمونست ، اشرار ، خلقي ، سوسیالست او امپریالست او د پنجاب غلامان او پرچمیان ویل ، او یو بل به یې بې دریغه وژل نن دخپلو گټو لپاره له ټولو خپله نظریه ، شعارونه او عقیده هېر شوې ده.
نه پوهېږم چې دوی ته به خپل راتلونکی ور یاد وي او که نه؟ او دا فکر به ورسره وي چې د محشر په ورځ به راژوندي کیږو او حساب کتاب به راسره کیږي؟
دوی دملت دتذلیل اراده درلوده، الله (ج) دوی تذلیل کړه، دوی دجهاد دبدنامؤلو هوډ وکړ، الله(ج) ددوی دبدنامؤلو اسباب برابر کړه او دهغو کمونستانو سره ټېټې سترگې په گډ پارلمان او اپارتمان کې پنډ شؤل چې دوی کافر او وطن دښمنه بلل..
دوی دذلالت داسې حد ته ورسېدل چې دملالۍ جویا پېغورونو ته پاته دي، خپل اولادونه ترې منحرف او بېزاره دي او همهغه ذلیل کمونستان یې شخصیت مسخره کؤي دچا په وړاندې چې جنگېدل. دوی دجهاد سپکؤلو اراده ؤکړه خدای(ج) دوی سپک کړل.
او هغه مجاهدین مشران چې دجهاد او مقاؤمت د اهدافو ترلاسه کؤلو لپاره تر پایه په مېړانه وجنگېدل نن هم دکفارو سترگو ته ازغي او د ولس دسترگو تور دي.
هغوی صادقین ؤل، ځینو یې دخدای(ج) سره کړي عهدونه پوره کړه او ځینې یې اوس هم په سنگرونو کې پراته دي او د اعلاء کلمة الله لپاره په دښمن گذارونه کؤي.
له بچیانو خوښ دي، له ذلت او خجالت خوندي دي، تر اوسه په جونگړو کې دي خو تر شیش محل دکلابندو جهادي مشرانو څخه زیات پُرسکون او مطمئن دي.
دخالص بابا اولادونه دبېگاه لري او د سبا ته حیران دي خو پخپل عهد کې صادقین دي، دحقاني اولادونه تر دې دمه په پوره دیانت تورې څرخؤي.
څلور شهیدان ، یو یې په زندان کې دی خو پاتي ځامن یې بیا هم د خپل والد په نقش قدم روان دي.
دنړۍ تمام طؤاغیت او بدمعاشان یې په لټون لالهانده دي خو حقانیان دلالهاندۍ نوم نه اخلي او دخپل عهد مطابق دخپل منزل پر لور په ازغیو مزلونه کؤي.
د شهید مولوي نصر الله منصور کورنۍ کولای شؤه په جهاد سودا بازي وکړي او دعیش عشرت ژؤند تېر کړي خو وفا یې په سودا غؤره وبلله او شهید سیف الرحمن منصور په شاهي کوټ کې تانده ځوانۍ داسې وبایلله چې له ځانه مخکې یې تر سلو زیات یرغلگر د مرگ کندې ته ور ټیل وهل.
دمولوي رفیع الله مؤذن کورنۍ کولای شؤه په کړي مقاؤمت امتیازات ترلاسه کړي او دخلقیانو او پرچمیانو له پېغورونو بې پرؤا دشیش محل خوبونه ووهي خو دضمیر ږغونه او د ولس ارمانونه یې مخې ته خنډونه دي.
په پای کې د اتم ثؤر دتاریخي او مبارکې ورځې مبارکي هغو نیک نامو او نومؤرکو مجاهدینو او افغان قهرمان ولس ته تقدیمؤم چې په تش لاس او اخلاص یې سرې لښکرې ، او تورمخې مزدوران یې مات ، او هېؤادؤالو ته یې دتن په وینو او غوښو له سور ښاماره نجات ورکړ.
اودهغو مرضي او غرضي مشرانو دکامل ذلت او رسوایئ په هیله چې دهېؤاد په سرنؤشت یې سوداگري کړې ده او دشهیدانو په ارمانونو یې خاؤرې واړؤلې.


















