شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د تاريخ سړي او نه سړي!/ وحيدالله مصلح

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
اپریل 28, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
22
ځلې شریک شوی
271
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

مونږ د يوه ملت په توګه خپل ارزښتونه لرو، مونږ ته زمونږ دين او ملي عنصرونه ارزښتونه دي، په تاريخ کې د همدې ارزښتونو په کشمکش کې مونږ احمدشاه بابا او شاه شجاع په جلا کرکټرونو کې اخېستي، که نه شاه شجاع په ږيره او تنه پر احمدشاه بابا ډېر ديني او ډېر وطني وو، خو احمدشاه ځکه زمونږ بابا او زمونږ ايډيال او اتل دی چې هغه زمونږ د ارزښتونو ترجمان وو، هغه زمونږ د ازادۍ مظهر وو، بابا د داسې ازادۍ بسته تاريخ وو، چې جنګ يې په خپله زمکه نه بلکه د دښمن پر کاله ګټلو، هغه د همدې ازادۍ په بلنديو کې د افغان امپراتورۍ وسعتونه رامنځته کړل. بابا ځکه زمونږ اتل دی چې هغه د خپل واک او ځواک لپاره اسلامي منطق درلود، هغه چې پر پاني پت سيالي ګټله او هغه چې هر ځل هند ته تللو نو هغه د شاه ولی الله دهلوي په فتواو د هندي ميدانونو شهسوار وو، نوموړي په هند کې اسلامي برادري د ميرڅمنو له عداوت او تيري ګټله. په همدې ارزښتونو کې محمود غزنوي هم زمونږ سلطان دی، هغه هم د علم، عدالت او له دښمن سره د ازادۍ په جنګونو کې زمونږ د تاريخ يو لوی اتل دی، غزنوي چې سومنات ګټلو او محمود چې زمونږ د هېواد دا خواره واره ولسونه پر خپل محور راټول کړي وو نو دا هر څه زمونږ د ولسونو ارزښتونه وو چې هغه يې سلطان کړی وو.

چپي تقابل؛ اسلام او ملتپالنه!

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

د تاريخ د سړو او نه سړو په دې وېش کې زمونږ د تاريخ په هر څپرکي کې د تاريخ سړي او نه سړي تکرار شوي، خو لږ تر لږه زمونږ د هېواد د شلمې پېړۍ د تاريخ نه سړي په کې بيا هغسې ذليل راغلل چې شوروي غلامي يې د افغان انسان لپاره د انسانيت ملاک ګاڼه، او دوی په کې د ملي ګټې پر ځای شوروي انټرناسيونالېسم ته وناڅل، په دې حساب نو بيا شاه شجاع پر دوی سل ټوټې شرافت درلود، هغه خو لږ تر لږه افغان پاڅون کوونکو مشرانو ته له شرمه د پردې له شا غږېده او چې کله يې ورته توره ډالۍ کوله نو دا په دې مانا چې هغه غلامي د شاه شجاع انتخاب نه وو او هغه د انګليس سره په جګړه کې د ښکېلو ازادي غوښتونکو سره په پرتله کې ځان نه سړی حساباوه.

د ثور د اومې کودتاچيان په دوه لويو معنی ګانو کې له ملته پردي وو، په نظرياتي لحاظ دوی د کمونېزم او الحاد ايډيالوژي لرله او په وطني او ملي لحاظ دوی انټرناسيونالېسټان وو، دا د افغان تاريخ بېخي ناوړه پېښه وه چې د لومړي ځل لپاره په کې يوه ډله ملګري او رفيقان راپاڅېدل او په جار يې له دين نه د انکار فلسفه ويله، دوی د مارکس او لېنن کيسې کولې او دوی د سوسيالېزم او کمونېزم الحادي بګتۍ غږولې، دوی د ملي حاکميت او خپلواکۍ پر ځای انټرناسيونالېزم او کمونيستي نړيوالتوب غوښت او دوی ته وطن او ملت د ارتجاع معنی درلوده، د دوی په اند ريښتينی افغان او وطنپرست افغان همغه وو چې افغان شوروي دوستۍ ته پرېوتی وي.

دا کومه احساسي وينا نه ده، مونږ يوازې په لرې تاريخ کې نه بلکه په دا نزدې تاريخ کې د همدې کشمکش سړي او نه سړي لرلي، له کمونېزم او شوروي سره په ټکر کې له يوې خوا دلته د ملت سړي وو او بلې خوا ته شوروي ملګري، که څوک دا نه مني چې کمونېزم د الحاد مفکوره نه ده او که څوک دا نه مني چې له تره کي تر امينه او له کارمله تر نجيبه دا ټولې کرښې د کمونېزم کرښې نه وې نو دوی د تاريخ لوی بېسوادان دي، او څوک چې بيا دا هم نه مني چې ګنې دوی انټرناسيونالېسټان نه وو نو دا هم د وطن د چپي جريان له نظرياتي او ګوندي ابجدياتو يا طبيعي بې خبري او يا عمدي بې خبري ده.

تکبير او هورا؛ د ملت پهلواني!

په دا منځ کې چې چپيان بيا د خپلو دې دوه بې ارزښته ارزښتونو پر عرابو په دې لوی ملت او ملي ارزښتونو وګرځېدل دا هم د تاريخ هغه ظالمه پهلواني وه چې دوی په کې يو عزيز ملت څملاوه خو څنملاست، د پهلوانۍ په دې جنګ کې ملت خپل دا ناخلفه بچيان داسې لوڅ پر ميدان څملول چې شرم ته يې پرتوګونه ټول ريښې ريښې خواره وو. دا کومه دعوه هم نه ده بلکه دا د افغان-شوروي او اسلام-کمونېزم هغه حقيقي برخوردونه دي چې زمونږ پلرنی او زمونږ خپل نسل يې ستر شاهد دی، دا تقابل د تاريخ د پاڼو استناد اړتيا نه لري، په دې پېښو کې پوهاند غلام محمد نيازی، ډاکټر محمد عمر، انجنير سيف الدين نصرتيار، محمد هاشم ميوندوال، موسی شفيق، نوراحمد اعتمادي او په زرګونو عالم او سياسي کدرونه له منځه لاړل. لسګونو زره سياسي مخونه د سياسي تنوع په جرم د کمونېستي استبداد او يو ګوندۍ مرګوني خوراک شول، دا تر يو نيم ميليون ډېر شهيدان او دا شپږ ميليونه مهاجرتونه او دا په لسګونو زره کونډې رنډې او بورې پر دې چپيانو د ملت پور دی. د واک دې چپي استبدادايانو په خپلې يو ګوندۍ کې يوازې ښي لاسي او ملتپاله مخالفين نه دي ځپلي بلکه دوی چې په دې وژونکي شر کې خپل خلقي او پرچمي او په دويمه کټګورۍ کې شعله يي کرښه څومره اور ته نيولې او دوی چې څومره ګوندي تصفيه په اور او وينه پاکه کړې نو دې ته يې هم د سټالين د بېريا وحشتونه شرمېږي.

نه سړي؛ ويجاړ بنسټونه او کابل جګړې!

د تاريخ دې نه سړو چې کله په خپله ټوله ايډيالوژيکه انا کې ځانونه وپرزول، ملت يې ژوبل او وطن ړنګ کړ، او کله چې دوی په کې کابل په هغسې ويجاړ شکل د مجاهدينو داخلي جګړو ته وسپاره، نو دا د نادرخان او ظاهرشاه له اوږدو شاهي دورو نه په زور د غصب شوي جوړ نظام هغه ورانه برخه وه چې دوی په کې په خپلو نظامي کاواکيو او نظرياتي بېلاريو دغسې معنوي او فزيکي ويجاړ بنسټونه تر شا پرېښودل، د واک د ميراث دا پرتله هم په زړه پورې ده چې چپيانو د داودخان لپاره د کودتا په پايله کې د څلوېښت کلونو روغ نظام د کودتا خوراک کړ، او بيا يې د غوايي کودتا په پايله کې د داودخان روغ نظام د دوامدارې جګړې په درشل وغورزاوه، دوی چې خپله بيا خپل نظام مجاهدينو ته پرښوده نو له جګړو ډک وطن او وژنې يې ورپرېښودې، په دې دوره کې چې ډاکټر نجيب الله د چپيانو وروستی ولسمشر وو د څو کانالونو ويشلی حکومت يې د مجاهدينو بېلابېلو کانالونو ته ورخوشې کړ، او په دې ډېرو لارو تسليم شوي جنرالان په کې په خپلو قومي غوښتنو کې جهادي تنظيمونو ته لاړل، د نجيب د حکومت دغه بې سري يوازې د دې ډېر ويشلي حکومت ماته هم نه وه، بلکه هلته چې نجيب په کې قومي ملېشې رامنځته کړې وې همغه قومي ملېشو د اردو بېخ وويست او کله چې نجيب کتل چې د ملګرو ملتونو (بېنن سېوان) معاهده په کې د يو شمېر جهادي او پرچمي قومي جريانونو په ايتلاف کې ماتېده او نجيب چې په دې ماته کې تښتېده نو کومه قومي ملېشه چې ده جوړه کړې وه همغې يې مخه ونيوله او دی يې له فراره د ملګرو ملتونو په کابل دفتر کې قرار ته ورتمبه کړ.

د کابل په جګړه کې چې بيا جهادي تنظيمونو کوم اورونه بل کړل او دوی چې په دې مرحله کې د خپل ملت له ارزښتونو سره کومه جفا او له خپلو نهضتي ارمانونو کوم شاګرڅ وکړ دا هم د تاريخ تر ټولو دردوونکی څپرکی دی، دا د نهضت په تاريخ کې د نهضتي منطق او فلسفې هغه وېجاړنه وه چې د نهضت د خپلو بچيانو پر بمونو والوت، خو د کابل په جګړو کې د چپي ملېشو او په ځانګړي ډول د پرچمي ډلګيو خپله برخه همغسې د حساب وړ ده څومره چې د جهادي تنظيمونو ورانه برخه په کې حسابېږي. د کابل په جنګونو کې د جنرال عبدالرشيد دوستم، جنرال مومن، جنرال نبي عظيمي، جنرال بابه جان او نورو برخه د چپي جريان استازې کرښه وه.

اتل او سلطان؛ ملت که چپيان؟

له شوروي او شوروي مفکورې سره د ملت په جګړه کې د اتل حساب ډېر اړين دی، دلته ډېره اوږده جګړه شوې، دلته نظرياتي پهلوانۍ شوي او دلته د ازادۍ او غلامۍ پر کرښو د ژوند او مرګ حسابونه شوي. په دې اوږده برخورد کې په داخلي لحاظ يوه خوا ملت وو او بلې خوا ته چپي جريان وو، نو طبيعي ده چې له ملت سره په تقابل کې څوک اتل دی؟ د اسلام او کمونېزم په تقابل کې د کومې خوا سړي اتلان دي او د ملتپالنې او انټرناسيونالېزم په کشمکش کې د کومې خوا لارويان سړي او نه سړي دي؟ پورته چې کوم بحث وشو په هغه کې مدعا همدا ده چې ملت د دې جګړې او کشمکش سلطان او اتل دی، او په دې حساب له تره کي تر امينه او له کارمله تر نجيبه دا ټول د تاريخ نه سړي دي، او دا خبره په افغانستان کې پخواني لوی شوروي سلاکار ستر جنرال الکساندر ماياروف د بي بي سي وياند داود جنبش ته ويلي وو چې: ببرک کارمل، نجیب، اناهیتا… دا ټول مصنوعي خلک دي، په لاس جوړې شوې څېرې دي.

لوی ټکي: پرچمیانخلقیانکمونیستانکودتاهمهموحیدالله مصلح
مخکینې مطلب

امنیتي ځواکونه شهیدان دي؟/ خالد روان

بل مطلب

د ۸م ثؤر د نومؤرکو شهیدانو په نوم

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    20 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com