مور جانه

فکرمل طالب
ما ته مې ګرانه تر هر چا مور جانه
خدایه ژوندۍ لرې زما مور جانه
زه اوس د هېڅ خطر پروا نلرم
راپسې تل کوي دعا مور جانه
د زړه حرم مې خدایه مه نړوې
زه پرې ژوندی یم دا مې ساه مور جانه
زما له درد او له زګیرویو راته
ټوله شپه ویښه وه بیګا مور جانه
ما مې له مور څخه یوازې مکړې
خدایه جلا مکړې له ما مور جانه
خیر که کافر هم وي خو مور دې یې وي
ای خدایه مه اخلې له چا مور جانه
نور “فکرمله” د جنت حقدار یم
بس چې یواځې کړم رضا مور جانه



