دشراب څښلو زيانونه!

لیکنه: محمد هارون ( صدیقي)
په عامو خلکو کې دامشهوره ده چې شراب ګټه لري مګر ددې په مقابله کې نقصانونه ئى خوار زيات دي مثلاً : د شرابي معده بې کاره کيږي خوراک کولو ته ئى ډېر زړه نه کيږي ، د مخ څيره ئى بدله شي ،خيټه ئى غټه شي او د يو جرمني ډاکتر په وينا د شرابي ټول بدن د ځوانۍ په وخت کې دومره کمزورى شي لـکه د بوډا گانو بدن ،

زړه او پښتورګي شرابو څکلو سره خرابيږياو خصوصاً نري رنځ ورڅخه پيداکيږي او د يورپ د ډاکترانو په وينا نيم خلک ورنه مري،
د شرابي کس عقل دنشي او نشي نه بهر دواړو حالتو کې غيرنورمال وي داد ماهرو ډاکترانو تحقيق دى نو ځکه کله خو شرابي د شرابو په وجه ليونى کيږي ،همدارنګه طبيبان او ډاکتران په دې متفق دي چې شراب د بدن يوه برخه ن جوړيږي ،
نه ترې وينه جوړيږي چې شراب بدن پرې طاقت واخلي بلکي ددې کار يواځې دومره وي چې په عارضي ډول وينه راپاروي او عارضي قوت پرې محسوسيږي ،چې دوينې دغه راپاريدل کله کله د ناساپه مرګ سبب جوړيږي چې ډاکتران ورته هارټ فيل(Heart Fail ) وائى د شرابي اولاد د کمزورى وي او کله خوبيخي شنډشي.
په ټولنه کې د شرابو يوه خرابي دا ده چې ورڅخه کينه ،جګړې ،او دوښمنيانې
ولاړيږي چې پايله ئى ډېره خرابه وي ، همدغه مضمون پ سورت مائده کې په ښکاره الفظو بيان شوي چې ژباره ئى داده: (شيطان داغواړې چې دشرابو او جوارئى په ترڅ کې ستاسو په مينځ کې بغض او عداوت پيداکړي)
دشرابو يوه خرابي داده چې ځيني وخت شرابي دنشې په حالت کې خپل پټ رازونه ښکاره کوي چې په نتيجه کې په ټولنه او ټول ملک کې انقلاب راپورته کيږي ،
ملکى سياست او جنګي مصلحتونه ټول برباديږي . زنا ،قتل او نورې خرابياني ورنه پيداکيږي روحانې ضررونه ئى هم ښکاره دي لکه قرآن کريم کې الله تعالى فرمايلى دي
:((وَيَصُدکُمْ عَنْ ذِکرِالله وَعَنِ الصلوةِ))يعنى تاسو لره شراب دالله تعالى د ذکر او مونځ نه بندوي. مالي نقصان ئى هم ټول ته ښکاره دى شرابو ديني ،
دنيوي،جسماني او روحاني خرابئ حضوراکرم ص په دې الفاظو کې راجمع کړي دي چې ورته ئى (اُم الْخَبَائِثْ يا اُم الْفَوَاحِشْ) دپليتو يا د بي حياييو جرړه ويلي دي.
لکه ديو جرمني ډاکټر دا خبره د متل په توګه په ټوله دنيا کې مشهوره ده چې که چيرې نيمې شراب خانې بندې شي نو زه ددې خبرې تضمين )ضمانت( ورکوم چې نيمائى شفاخاني )داروګاني( او نيمائى جيلخاني به بندې شي او داځکه چې ضرورت به پاتې نشې.) دمفتى محمد عبده المنار تفيسرج٢ –ص ٢٢٦

(علامه طنطاويرحمةاللهپه خپل کتاب )الجواهر- ١٩٤(ددې لړۍ ځينې ضروري معلومات ليکلي دي چې څه له هغې په لاندې ډول دي :
يو فرانسوي محقق په خپل کتاب )خواطروسوانح فى الاسلام
( کې ليکي: )ډېره زياته هلاکوونکى وسله او دوه اړخيزه يېره تره چې د اهل مشرق مسلمانانومونډ پرې پريکړى شو ،

او دوئ پرې ووژل شو،هم داشراب وو ،مونږ د الجزائر په خلکو دا وسله و ازمايله ليکن اسلامي شريعت زمونږ په لاره کې اړجوړشو په هغوئ زمونږ ددى وسلى هيڅ اغيزونشو او په پايله کې نسل ئى زياتيږي ،
نوکه دوئ زمونږ دا ډالۍ داسې منلې وه لکه څرنگه چې د دوئ يوې منافقې قبيلې قبوله کړې ده نو دوئ به هم زمونږ په مهکې دليل او خواروو.
يو انګريز قانون دان بنتام ليکي، چې اسلامي شريعت په ډېرو خوبيانو کې يوه خوبي داهم ده چې شراب په کې حرام دي ،مونږ وليدل چې کله ديورپ او افريقې خلکو ددې استعمال شروع کړو نوپه عقلونو ئى کاڼي پريوتو او په نسلونو کې ليونتوب ورننوتو ،
پکار دى چې دافريقې په خلکو دابند شي او د يورپ وګړو ته پرې سختې سزا گانې ورکړاى شي)) (تفسير معارف القرآن –دويمه پاره)

څرنګه چې ضررونه ئى بې کچه زيات دي نودموضوع به خبره رالنډه کړم چې ټولو انسانانو ته او په ځانګړي توګه خپلو ګرانو مسلمانانو وروڼو او خويندو ته د يو مسلمان ورور په حيث دا توصيه کوم چې ددغې زهري او تباه کوونکي مادې عادت بيخي پريږدي ترڅو د خپل سالم عقل او بدن څخه د خپل حقيقى ربـــــه (پالونکي) په عبادت او انساني خدمت کې ګټه واخلي او د مبشرينو دبيکاره مفکورو او پلانو په دام کې ځانونه ونه تړي ځکه چې د ښکيلا کگرو له ډکې نه يو تن پيژندل شوى او محوري شخصيت وايي
(( هغه اغيزه چې شراب او موسيقي يي د مخمدي اُمت په ماتولو کې لري ، سل جنګي توپونه يي هم نه لري ، نو دوئ د ماديت او شهواتو په مينه کې ډوب کړئى.
(همدارنګه کيشش سمويل)زويمر( دمبشرينو به هغه کنفرانس کې چې په(١٩٣٥م)
کال کې د القدس په جبل الزيتون کې يې جضاروته واوروله داسي راغلي دي: ((بې شکه تاسې داسې يو سل روزلى دي چې له الله تعالى سره هيڅ اړيکى نلري او د دغى اړيکو هيله من هم نه دي ،تاسې مسلمانان له اسلام نه وايستل خومسحيت ته مو رانه وستل او برسيره پردى اسلامي نسلونه داسي وروژل شول چې استعمار يي غواړي،دا نسلونه د استعمار له غوښتنې سره سم لويو کارونو ته مخه
نلري،راحت طلبه دي ،
دهغوئ په وجودکې تښلۍ او لټۍ خونه جوړه کړې ،هغوئ زيار باسي چې په هره وسيله کيږي خپل نفساني خواهشات پوره کړي ،تردې چې دنقساني غرايزو مشبوع کول د هغوئ د ژوند ستر هدف گرځيدلى دئ دغه نسلونه که څه زده کوي د نفسانى شهوتونو داشباع لپاره دي ،کله چې مال ټولوي د شهواتو لپاره ده او که چيرى لويو چوکيو او منصبونو ته لاس غزوي هم د شهوت داشباع لپاره ده .

مأخذونه: د کوثر اوبه.
قرآني محرمات.
طبې معلوماتو زخیره.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button