د مینې ناول

عرفان الله عرفاني

ناول د مینې جـــــوړوم عرفاني
په زرین تورو یې لیـــکم عرفاني

چې د عُشاقـــو د پام وړ وګرزي
د عشق ټپې تارکې پېیم عرفاني

چې مې تاریخ ته یو اثر پاتې شي
د ژونـد کیسې راټولوم عرفاني

ستا د غزل ډیوه پانوس کې ږدمه
زه یم پنتګ ځان پرې سوځم عرفاني

خوند راکوي ناز،کرشمې د جانان
نن خـو یې کلي ته ورځم عرفاني

د راتلو زیـــری یې نسیم راوړی
لونګ په لارو کې شیندم عرفاني

تږی دی تږی (عرفاني) تږی دی
زمزم د وصل پرې نن څښم عرفاني

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button