پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

پر دیني مقدساتو څوک بریدونه کوي؟/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
مې 7, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
499
ځلې شریک شوی
142
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان روانه جګړه هره ورځ پېچلي کېږي. امریکا او حکومت دواړه وايي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې ۲۲ ډلې فعالیت کوي. ځینې داسې پېښې هم کېږي، چې یوه ډله یې هم مسوولیت نه مني. نه حکومت، نه امریکا او نه د جگړې ښکېل اړخونه یې په اړه وضاحت ورکوي؛ بلکې ټول یې وغندي او بس!

حکومت تېر کال بلک واټر امریکايي کمپنۍ ته بلنه ورکړه، چې د افغانستان د امنیت ساتلو له‌پاره دلته راشي. د بلک واټر امنیتي کمپنۍ په نړۍ کې مشهوره خونکاره خصوصي کمپنۍ ده، چې ډېر فعالیت یې په اسلامي هېوادونو کې دی. دوی قراردادي پوځیان روزي، الوتکې، وسلې او مجهز پوځ لري. په شیطانۍ کې له سي اې ای څو قدمه مخکې ده او په اسلامي هېوادونو کې خلک په قومونو، قبیلو، ژبو، سمتونو لومړی ووېشي او بیا یې په اړوند سیمو کې چاودنې کوي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

د بلک واټر په اړه څو کتابونه پښتو ته هم ژباړل شوي، چې د عراق او افغانستان ځینې پېښې په کې هم یادې شوي دي. په بلک واټر کې په سلو کې ۹۹ سلنه پوځیان حراموني دي. دوی ته د انسان وژل ساعت تېري ښکاري او د مسلمانانو وژل خو ورته مباح الدم(!) دي.

د بلک واټر ډېر فعالیت او تمرکز پر دیني مقدساتو دی. د مسجدونو نړول، چاودنې په کې کول، د مدرسو ورانول، چاپې، د زده کوونکو ترور، د ټولگټو پروژو نړول، په عامو ځایونو کې چاودنې کول او ځینې دیني علماء په مرموز ډول شهیدانول یې مهم لومړیتوبونه دي.

دوی د اشغال سیمې خلک په خپلو کې اخته کوي او نور بې غمه په غلا او لوټ کولو بوختېږي. کانونه، طبیعي زېرمې او تاریخي اثار غلا کوي او د خپلې جگړې لگښت له همدې لارې پوره کوي. افغانستان خو د کانونو ډکه خزانه ده او د امریکا او ناټو د بې اړتیا پاتې کېدو یو علت هم د افغانستان پراخه طبیعي زېرمې دي، چې دوې اوونۍ وړاندې د هلمند د یورانیمو د غلا خبر به تاسې ټولو اورېدلی وي.

داعش هم د امریکا او حکومت پر مټ تر کابله راورسېده او د داعش اوسنۍ جګړه په ښکاره چیغې وهي، چې دلته د سُني او شیعه ترمنځ جگړې ته لاره اواره کړي او امریکا او حکومت یوازې د مړو شویو خلکو شمېر رسنیز کړي.

د بلک واټر سکني وروڼو«داعش» په کابل کې د شیعه گانو څو تکیه خانې په نښه کړي او ډېر بریدونه یې هم پر شیعه لږکیو دي.

د خوست برید چا وکړ؟

تېره اوونۍ په خوست کې د بي بي سي خبریال احمدشاه د نامعلومه وسله‌والو له لوري ووژل شو. ډېری فعالانو دغه وژنه په خوست کې د کمپاین عسکرو کار وگاڼه او د ټولو خلکو پام د کمپاین عسکرو خواته واوښت. د کمپاین عسکرو له دې وړاندې هم په خوست کې سلگونه عام وگړي شهیدان کړي وو، چې روانه اوونۍ یې له دوبۍ نه راغلی مسافر هم شهید کړ.

پر کمپاین عسکرو افغانستان دولت هېڅ حاکمیت  او واک نه لري، بلکې هر څه یې امریکا اداره کوي. امریکا معاش، وسلې، روزنه او د امریکایانو په امر عام افغانان شهیدانوي.

تېره ورځ په خوست کې د هغه مسجد سره نږدې چاودنه وشوه، چې د ټاکنو د نوملیکنې مرکز په کې پرانیستل شوی و. په برید کې ډېرو خلکو ته مرگ‌ژوبله واوښته؛ خو ټولو اړخونو رد کړ.

د کمپاین عسکرو یو ځل بیا د خلکو پام له خپلو ځانونو واړاوه او دغه ډول بریدونه پر طالبانو پسې وتپل شول. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه برید رد کړ او ویې غانده. پر دیني مقدساتو یوازې بریدونه وحشي صفته انسانان کولی شي او دغه ډول بریدونه هېڅ توجیه نه لري. حکومت دې هم له مسجدونو، مدرسو او ښوونځیو د ټاکنو کار نه اخلي او دغه مرکزونه دې له عامه ځایونو ټول او د ولایت مقام ته ولېږدوي؛ ځکه خلک هسې هم په ټاکنو کې برخه نه اخلي.

لوی ټکي: امریکاچاودنېخالد روانداعشدیني مقدساتمهم
مخکینې مطلب

آیا د جاکرتا د علماوو په فتوا به طالبان روان جنګ ته د پای ټکی کېږدي؟

بل مطلب

د نړۍ پای (۷۳مه برخه) - خسف -

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com