د سنګر معتکف

عرفاني

ټوپــک په لاس ناست پــر پیره او غزل
ځان ســــــره وايـــــي کلیمه او غزل

غــازي، طالـــــب دی د سنګر معتکف
پـر خـــوله یې ده فرضي روژه او غزل

کړي تراوېح د خـړ مورچل، مسجد کې
رب تــه مــــدام وي پـر سجده او غزل

د شرق او غرب پروا یې خیال کې نشته ګرزوي غــــاړه کې چــانټه او غــزل

د یــــــرغلګرو زغــــــروال ټانګوته
جـــــوړي ښه درنه بــــوشکه او غزل

څه درز او دروز د راکېټونـــو راځي
تعروض شروع دی پــــر پوسته او غزل

ستړي، ستومانه سره ټول را ټول دي څومـره کړي کیف دا نیمه، شپه او غزل

ملګري ټول بیا ( عرفاني) ته غوږ دي
خــــــوند کوي خــوند مخابره او غزل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button