اتل دانقلاب

مظلوم کوچی

قربان دخدای له میني اودخدای له سپین کتاب شو
دلته داسي منصور هم وو چه د دار پر ځای کباب شو

په میړانه یې کړو فخر جدایې یې هم ده ګرانه.
خیر که وریت که لولپه شو خو اتل د انقلاب شو.

رب ور ماته کړله تنده په لقاء باندي د حورو.
په خواږه جام دسپېڅلي شهادت باندي سیراب شو

کلیسا ساتونکې واوره له تا زر ځلي بهتر وو.
ګل وجود یې پانړې پانړې په دفاع کي دمحراب شو

په یو څه وخت رهبریت باندې دنیا ولړزوله.
نړۍوال یې ځیراکت او سیاست ته لاځواب شو.

د مظلوم د زړه امیر دي کړو شهید غلیمه واوره.
پرتا پاته مي حساب شو پرتا پاته مي حساب شو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button