حافظ عمری اسیر (د څرخی پله له زندانه)
بسم الله الرحمن الرحیم
حامدا و مصلیا اما بعد، قال الله تبارک وتعالی فی محکم کتابه القرآن الکریم. وَیُطْعِمُونَ الطُّعَامَ عَلَی حُبِّهِ مِسْکِیْنًا وَیَتِیْمًا وَاَسِیْرًا.
ژباړه:
او ورکوی دوی (مسلمانان) خواړه له خپلو اعلی مالونو څخه مسکینانو، یتیمانو او د اسلام په لار کې اسیر شویو ته په ټوله مینه او محبت .
وَاِنِ اسْتَنْصَرُوْکُمْ فِی الدِّیْنِ فَعَلَیْکُمُ النَّصرُ.
ژباړه:
او کله چی ستاسو نه ستاسو هغه مستضعف وروڼه کوم چی د ضعف او مسکنت له کبله د دښمن سره بندیان شوی له تاسو نه د مرستی غوښتنه وکړی نو پر تاسو یی مرسته کول حتمی او واجب ده.
و ایضا قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: افضل الصدقة ان تشبع کبدًا جائعا و ان تکسی عاریا.
ژباړه:
تر ټولو غوره صدقه هغه ده چی څوک یو وږی ژوی (ساکښ) موړ کړی او یا یو لوڅ انسان ته جامه او پوشاک ورکړي.
درنو هیوادوالو!
لکه څنګه چی دا روانه میاشت د رمضان المبارک ستره او د فضیلت نه ډکه میاشت ده او په دی میاشت کی هر نیک عمل یو په اویا او یا تردی لا څو چنده زیات لوړ شمیرل کیږی او دا میاشت په پای کی د یو لویې او نیکمرغې ورځې لکه د کوچني اختر ورځ چی د خوشالیو مور بلل کیږي زیری ورکوی او ټول مسلمانان د خوښۍ مراسم ترسره کوي او د خپل وس سره سم نوی جامی ډول ډول خواړه میلی او داسې نور د خپلې طبعی د خوشالۍ لپاره تصامیم نیسی .
نو ای د اسلامی نړۍ اغنیاؤ اشخاصو!
ای د قصرونو او شرکتونو خاوندانو!
ای د وسعت او فراخۍ څښتنانو!
ای د سترو سوداګرۍ او سترو معاملاتو کارکونکو مسلمانو ورڼو!
ای د اسلامی ټولنی مالداره طبقې خلکو!
د الله رب العزت د رضا په خاطر او د خپلو بی وزلو وروڼو سره د صلې او ترحم په خاطره له هغو یتیمانو سره د چا چی پلرونه د اسلام د مبارک دین نه د د فاع لپاره سرونه شیندلی او زموږ اوستاسو د دین د ژغورنوې په موخه او د قرآن د حاکمیت او د اعلاء کلمة الله لپاره په شهادت رسیدلي او د الله ج سره یې په خپلو کړو وعدو وفا کړې راځئ د هغوی له یتیمانو سره تاسې وفا او احسان وکړئ او د وفادارئ حق یې ورپوره کړئ. د دوی بېوزله کورنۍ هغه مسکینان دي چی د غربت له کبله د ماښام ډوډۍ له تشو اوبو سره خوري.
همدا راز هغه بندیان چی د اسلام نه د دفاع لپاره یی قیام کړی خپل کور، بچي او میرمنې یې پریښي وې د اسلام د دفاع میدان ته راوتلي وو او د بې رحمه غلیم په لاس ژوندی نیول شوي او د زندانونو د تورو تختو شاته پراته دي چی اوس د دښمن تر ظلم او وحشت لاندی په تورتم توروپنجرو کی د ظالم اوجابر حکومت په ولکه کی بندیان دی، نن ورځ ستاسو مرستی او همکارۍ ته اړ دي او د پورتني ایت مطابق پر موږ او تاسو حق لری چې مرستو ته یې ورودانګو.
پام چی دغه بیوزله کورنۍ مو هیرې نشی د لوی رب جل جلاله د رضا په خاطر او د دوی مظلومیت ته په کتو تاسی من حیث هغهه خلک چې الله تعالی تاسی ته له خپلو خزانو درکړي من حیث اهل الوسع له دی خپلو مظلومو او اسیرو وروڼو او کورنیو سره یې پوره پوره مرسته وکړئ یقینًا موږ ته خو د بندیانو مجبوریت افلاس او مسکنت احتیاج تر هر چا ښه رامعلوم دی ځکه موږ یی په ټولو حالاتو له نږدې نه شاهد یو ۲۴ ساعته یې په خپلو سترګو وینو.
وافوض امری الی الله ان الله بصیر بالعباد
ستاسو اسیر ورور:
ایها المسلمون لاتنسونا من صالح دعائکم


















