شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

مسلمیار صیب! له امریکا سره یو بل امنیتي تړون هم لاسلیک کړه!/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
جون 4, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
فضل الهادي مسلمیار

فضل الهادي مسلمیار

447
ځلې شریک شوی
114
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د  حامد کرزي او اشرف غني هېڅ فرق نه‌شته. دواړه د امریکایانو پر اوږو سپاره راغلل او دواړه امریکایانو واک ته ورسول. خو کرزي یو کار وکړ، چې له امریکا سره یې امنیتي تړون لاسلیک نه کړ. امریکا د کرزي پر حکومت او کرزي ته په نږدې کسانو ټول زور وواهه؛ خو کرزی تر اخره پورې په خپله خبره ټینگ پاتې شو او امنیتي تړون یې له امریکا سره لاسلیک نه کړ.

د امنیتي تړون په تړاو په راغوښتل شوې لویه جرگه کې صبغت الله مجددي کرزي ته گواښ وکړ، که امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړې، نو «هجرت» به وکړي. کله چې امریکایان له کرزي ناهیلي شول، نو اشرف غني یې د واک مېز ته راکش کړ؛ گنې د ۱۳۹۳ل کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې اوسني اجراییوي رییس عبدالله عبدالله ۵۴سلنه رایې وړې او اشرف غني ټاکنې بایللې وي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

د گډ حکومت بنسټ هم د امریکا په سفارت کې کېښودل شو. د حکومت په دویمه ورځ د پخوانیو جهادي قومندانانو په گډون د ملي امنیت شورا اوسني سلاکار محمد حنیف اتمر له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ. له امریکا سره د شوي امنیتي تړون گټې او زیانونه موږ ټولو ولیدل. نه امریکا پر شوي تړون عمل کوي، نه د پاکستانیو توغندیو مخه نیسي، بلکې خپلسري کارونه یې هماغسې روان دي، لکه په ۲۰۰۱ز کال کې یې چې کول.

د حکومت له دغه عمل وروسته د ولسي جرگې غړیو او د مشرانو جرگې غړیو له امریکا سره د شوي امنیتي تړون ته په لویه سلنه د مثبت رایه ورکړه. هغه وخت ځینو خلکو له امریکا سره د امنیتي تړون مخالفت کاوه؛ خو دولتي خیاطانو به دوی«طالبان» بلل.
«د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهې» په څو خبري ناستو کې مې واورېدل چې د دغه تړون زیانونه به دومره ډېر وي چې بیا به یې حکومت په هېڅ ډول جبران نه شي کړای. خو خبره هماغسې په رښتیاوو روانه ده او اوس د دغه تړون هغه خلک هم مخالفت کوي، چې څلور کاله مخکې یې په ملاتړ په کابل کې لاریونونه کېدل.

تېره اوونۍ د ننگرهار د چپرهار ولسوالۍ د دولتزیو په چینو کلي کې امریکايي عسکرو د مشرانو جرگې د رییس فضل الهادي مسلمیار پر کلي او د کورنۍ پر غړیو چاپه ووهله، چې ۹ تنه یې ووژل او څو نور یې سخت ژوبل کړل.

د هغه مسلمیار د کورنۍ پر غړیو امریکایان او ملگري یې چاپه وهي، چې د همدغو امریکایانو له‌پاره د مسلمیار پر کړي خدمتونو څو کتابونه لیکل کېدای شي؛ خو امریکایان یې بیا هم وژني، بندیان کوي یې او ټپیان کوي یې.

زه د مسلمیار په تېر ژوند نه غږېږم؛ خو مسلمیار هغه څوک دی، چې د داعش وسله‌وال اوس هم د مسلمیار په موټرو کې د جلال اباد ښار کې هدفي وژنې کوي، تر کابله یې مسلمیار رسوي، ډوډۍ، خوراک، څښاک او آن وسلې هم ورته هم دی برابروي. حتا د ننگرهار د عامې روغتیا په روغتون کې د داعشي وسله‌والو د درملنې ځینې عملیات‌خونې همدغه مسلمیار برابرې کړي، چې په پټه او ښکاره یې په کې درملنه کېږي. مسلمیار د چپرهار ولسوالي مکمله د داعشیانو په ولکه کې راوسته، چې هره ورځ پکې یوه کس حتماً وژل کېږي.

مسلمیار تېره ورځ د مشرانو جرگې په غونډه کې له امریکا سره د شوي امنیتي تړون مخالفت وکړ او د دغه تړون مخالفت یې په نرمه لهجه وکړ؛ خو امریکا ته یې گواښ وکړ، که بیا داسې کار وکړي، نو پایلې به یې هم خطرناکې وي.

کاشکې د امریکایانو هدف نور هغه خلک وگرځي، چې له دوی سره یې پر شوي امنیتي تړون خوښي ښوده او یا یې مثبته رایه کارولې وه؛ ځکه دوی به د هغو خلکو له درده هم خبر شي، چې په تېرو اوولسو کلونو کې یې له امریکایانو درد لیدلی دی او لا هم درد ترې گوري.

مسلمیار صیب! زه د ستا د زامنو، وروڼو او نورو خپلوانو په وژنه خفه کېږم؛ ځکه جرم شخصي عمل دی او له امریکا سره د شوي تړون مجرم یوازې تاسې یئ؛ خو کاشکې په راتلونکې چاپه کې خپله داسې ژوبل شي، چې نه مري او نه ژوندی پاتې کېږي. بیا به تاته هغو معلومات هم وشي، چې دلته خلک ولې پر ځانونو پورې باروت تړي او د امریکا مخالفت کوي؟

لوی ټکي: امریکاامنیتي تړونخالد روانزیانونهمسلمیارمشرانو جرگهمهم
مخکینې مطلب

پیام مهم فتح ولسوالی پرچمن فراه

بل مطلب

مشرانو جرګه: ځانګړي ځواکونه یواځې د امریکایانو په امر عملیات کوي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    17 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com