لیکوال: صفي الله رائد
وخت به راشي، نه به درد وي، نه به هـم وي او نه به غـم وي.
رڼـا به وي،ښــکلا به وي،صفا سُتره هـوا به وي.
وخت به راشي د ظلم دیوال به ونړېږي، د وحشــت او بربریت منــار به ونړیږي، د رقیب خونه به ورانه، د غلیم منار به ونړیږي.
د یادونو مازدیګر به وي، هر خوا خوشحالي به وي، ژوند کې تازه ګي به وي، ســکون او سوکالي به وي، ارآمه آرامي به وي.
دامن باغ به جوړ شي، دخوښیو دَنګ منار به جوړ شي، دازادۍ سپنې کفترې به دسکون غومبور وهي او د بلبلانو به یو شــور وي، نرګِس به وي،غاټول به وي ،بورا به وي؛ ځکه چې امن به وي، سکون به وي، اطمنان به وي، آزادي به وي، خوشحالي به وي.
دا وخت به تېر شي، دا وحشـت به تېر شي، تورې تیارې به مو هېرې شي، ځکه چې د هرې سختۍ شاته دوه اسـانتیاوې وي، هرې تیارې شـاته دوه رڼاګانې وي،
” فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا، إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا”
دا سیلۍ به خدای فنا کړي، ترږمۍ به خدای رڼا کړي، توره شـــپه به خدای سبا کړي.
وخت به راشي، سپیـنه ماڼۍ به ونړېږي، کفري نړۍ به ونړېږي. وخت به راشي ازادي به راشي، هر خواته خوښي به راشي، ماتمونه به فنا شي،ماښامونه به رڼا شي، ترږمۍ به مو سپوږمۍ شي، توره شپه به سپیــــن سبا شي.
وخت به راشي کرغېړن زندان به مات شي، اسیران به مو ازاد شي، دظالم مخ به تک تور شي هر مظلوم به په خنداشي،هر یتیم به په موسکا شي.
وخت به راشي، راتلونکې څه چې دمګړۍ به مو روښانه وي، نړۍ به مو ودانه وي، ژوند به اسانه وي. ورور به وي وراره به وي،کاکا به وي، خور به وي خوریي به وي ماما به وي،یو تر بل وفا به وي، ژوند به وي هوسا به وي ښـکلا به وي.
وخت به راشي، عدل به وي عادل به وي، حکم به وي حاکم به وي، انصاف به وي منصف به وي، حیا به وي تقوی به وي، زهد او وفا به وي.
وخت به راشي دیو الله به عبادت کېږي ،دیو الله به بندګي وي،دیو الله به غلامي کېږي. ایمان به وي، غیرت به وي، وژدان به وي،حیثیت به وي، عزت به وي،مقام به وي.
د یوې سپېڅلې آزادۍ په هیله


















