اداري فساد څه ته وایي؟ (طنز)

مولوي فضل ربي (کوه صافی وال)
یوه ورځ یو ماشوم له خپل پلار نه پوښتنه وکوله : پلاره دا اداري فساد څه ته وایی؟
پلار یې ورته وویل : بچیه که زه دا درته تشریح کړم ته پدې نه پوهیږې صبر زه درته د ادارې یو مثال وایم .
مثلا:
زمونږ کور یوه اداره ده
زه دا کور چلوم او د کور لپاره په بهر کې کار کوم زه د ادارې رئیس یم .
ستا مور د کور د ننه کارونه سموي او ستاسې او زما خیال ساتي دا حکومت دی .
ته زما او ستا د مور د کارونو په نتیجه کې ژوند کوې ته ولس یې .
ستا کشر ماشوم ورور به په راتلونکي وخت کې لوی شي او بالآخره به زمونږ ځای نیسي هغه زمونږ آینده ده .
دا خادمه چې زمونږ لپاره کار کوي دا زمونږ امتیاز او سهولت دی .
که ددې کسانو په وظیفو او یا عمل کې څوک قصدا څه خیانت وکوي دېته ا داری فساد ویل کیږي .
ماشوم پدې اړه فکر وکولو لکن بیا یې هم سر ورباندې پوره خلاص نشو چې پدې کې اوس اداري فساد څنګه راځي .
د شپې ویده وو چې په خوا کې یې ماشوم ورور په ژړا شو .
دی را ویښ شو منډه یې کړه د مور بسترې ته ورغلو ویې لیدل چې مور بیغمه په خواږه خوب ویده ده او د پلار ځای خالي دی ، مور یې را ویښه نه کړه د پلار په لټه کې شو چې هغه چېرته دی د خادمې کوټې ته یې غوږ ونیولو چې پلار یې د هغې په کوټه کې په لوبو او په مجلس له خادمې سره لګیا دی .
بېرته راغلو ماشوم ته یې وکتل چې هغه ولې ژاړي د هغه نه بستره لنده شوې وه ځکه یې ژړل .
صبا ماشوم خپل پلار ته ویل :
پلاره زه ستا په خبره اوس پوه شوم چې اداري فساد څه ته وایي .
پلار یې ورته وویل : ښه نو ووایه څه ته وایی؟
ویل دېته وایی :
چې د اداري رئیس د له سهولتونو او امتیاز سره لوبې کوي .
حکومت د په خپل خواږه خوب ویده وي .
ولس د په توره شپه کې یوې خواته او بلې خوا ته منډې وهي .
او آینده دې په خپلو ګندګیو کې ډوب پروت وی څوک یې د نه وي چې غم یې وخوري .



