موږ ولې اسلام منلی؟

(برخه: پنځمه)

ب: فرانسه:

د ټايم مجلې په ليکنه په فرانسه کې د مسلمانانو شمېرد څلويښت لکو څخه زيات دی ، چې زياته برخه پکې د شمالي افريقا دي، نږدې لس لکه الجزايري مسلمانان دي.  په فرانسه کې د ۴۰۰ څخه زيات جوماتونه او د لمانځه ځايونه دي.

په ۱۹۳۰ز کې يو جومات په فرانسه کې جوړ شو ، چې هغه هم د مسلمانانو په کنترول کې نه و ، تر ۱۹۷۰ ز پورې په ټوله فرانسه کې د مسلمانانو کومه اداره نه وه حال داچې اوس ښه زيات دي.

هلته اوس د مسلمانانو دوه قوي اتحاديې دي ، چې يوه يې (نشنل فيډريشن آف مسلم اف فرانس) دی، چې مشر  يې نوی فرانسوي مسلمان ډينکل يوسف دی.

بله اتحاديه د (يونين آف فرنچ مسلمز) په نامه يادېږي، چې مشر يې ډاکټر محمد بشاري دی، هغه وايي ، چې زموږ په اتحاديه او ټولنه کې ۵۷۰ تنظيمونه شامل دي ، چې په ټوله فرانسه کې دهغې څانګې خپرې دي.

په فرانسه کې اوس د مسلمانانو حالت بدل شوی دی ، هغوی اوس په قانوني توګه د فرانسې تابعيت لري.هغوی وايي چې زمونږ اصلي ستونزه د يهوديانو د سيسې او د حکومت دښمنانه رويه ده ، چې په حجاب او نورو اسلامي شعارو باندې يې لګوي. ډاکټر محمد بشاري وايي ، چې په فرانسه کې د مسلمانانو شمېر ۵۰ لکو ته رسېږي ، چې جوماتونه يې ۱۴۰۰ او ديني ښوونځي او مدرسې يې ۱۰۰۰دي. يوازې په پاريس کې ۸۰ جوماتونه شته ، چې يو جومات په کې ډېر لوی او تاريخي دی.

سلطان عبدالحميد دويم غوښتل چې په پاريس کې يو مسجد جوړ کړي، په لومړي نړيوال جنګ کې د الجزايرې ډېرمسلمانان دفرانسې په دفاع کې مړه شول؛ نو يو فرانسوي وغوښتل چې د دوی د يادګار لپاره جومات جوړ کړي.

په ۱۹۲۰ز کال فرانسې يو اسلامي تنظيم ته اجازه ورکړه او هم يې د يو لوی جومات د جوړولو لپاره يو سل او پنځوس ميليونه فرانسوي فرانکه بوديجه ورکړه .

د جومات سره د اسلامي مطالعاتو مرکز، هوټل ،يوه مغازه او يو ښکلی باغ هم جوړ شوی ، دا جومات د اندلس دتعميراتي فن شاهکار دی .

په فرانسه کې اصلي او سرکاري مذهب کاتو ليک عيسائيت دی ؛ خو په ټوله فرانسه کې د مسلمانانو شمېر د يهوديانو او پروتستانت مسيحيانو دواړو څخه زيات دی.

په لويديځ کې د اسلام محقق او د اکسفورډ يونيورستۍ نړيوال نوم لرونکی سکالر عبدالله کريم مراد وايي ، چې په اوسنيو کلونو کې د فرانسې اصلي اوسېدونکو د يولک څخه زياتو خلکو اسلام قبول کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button