د شپني عملیاتو بیا پيل، د ولس اندېښنې

کابل ټکی کام ځانګړی راپور فرید احمد
د بهرنیو ځواکونو له لورې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د شپې پر مهال چاپې او عملیات ترسره کیژي چې خلک یې تر پوزې پورې راوستي دي، زکه چی تر ډېره حده پورې یې زیان ملکي وګړو ته رسیږي.
په کوم ځای کې چې شپنۍ چاپې اچول کیږي، په اړه یې ځایي خلکو رسنیو ته ویلي دي، چی رواني تکلیفونه ورته پیدا شوي دي.
د پکتیا ولایت د ولایتي شورا غړي سردار خان ملنګ زوی رسنیو ته ویلي دي چې «څو اوونۍ وړاندې د ځاځیو په سیمه کې د شپې په ۱۲ بجو دوې چاپی واچول شوې، له خلکو یې پیسې اوټلیفونونه هم وړي، چی نه یوازی خلک څاروي یې هم ویشتلي وو. نوموړی زیاتوي چې د دغه ولایت والي ته یې هم وویل، په امنیتي جلسه کې یې هم یادونه کړې، نوموړي په قهریدلي اواز سره داسې وویل: «دا بهرنیان چې راغلي وو، والي، امنیه قوماندان، ولسوال او د ولسوالۍ امنیتي چارواکو ترې خبرنه و، زه تاییدوم چې بهرنیان اوس په ځینو ځایونو کې چاپې اچوي.»
د خوست ولایت څخه ځايي خلکو مونژ ته د تلفون له لارې ویلي دي: «په دغه ولایت کې بهرنیو ځواکونو له خوا د شپنۍ چاپې وهل کیږي، چې له عملیاتو څخه یې دا ښودل کیږي چې دا یې د خلکو د ځورولو لپاره ترسره کړي دي، ځکه چې تاوان یې ټول عامو وګړو ته رسیږي، په کوم ځای چې دوی عملیات کوي هلته خو نه طالب وي او نه ترهګر، بیا نو ددې چاپو مطلب څه شو، نو مالومه خبره ده چې د خپلو وژل شویو عسکرو کسات له مونږ څخه اخلي، او طالب ته یې زور نه رسیږي.»
له زابل څخه هم خلکو رسنیو ته ویلي دي چې څو ورځې وړاندې بهرنیو ځواکونو د دغه ولایت په ځینو سیمو کې شپني عملیات ترسره کړل چې خلک یې وځورول او په سبا یې خلکو په وړاندې غبرګون هم وښود، دوی وایې چې چاته وژاړي، د دولت هم همدا خوښه ده چې د هغه ولایتونو خلک وزورول شي چې هلته د طالبانو فعالیت زیات دی
د غزني د ګیلان خلک وایې چې یو ځای د شپني عملیاتو څخه زورول کیږي او بل خوا د ورځي خپل زخمیان روغتون ته نشي وړلای ځکه چې دولت ورته وایې چې تاسو طالبان یی، دوی وایې چې نه پوهیږي کومې خواته ولاړ شي، د ګیلان ولایت یو ځوان چې په غزني کې د پاسپورت اخیستلو په انتظار ولاړ وو، او غوښتل یې چې ایران ته د مزدوری لپاره ولاړ شي وویل: «دلته زه له بدې ورځې راغلی یم او ځم ایران ته، ځکه چې له کوره دباندې نشم راوتلای ځکه چې کله مو اربکیان وهي او کله مو پولیس پيسې اخلي، دادی ټولو خلکو څخه د پاسپورت لپاره دومره پيسې اخلي چې څومره دولت مقررې کړي دي، خو له مونږ څخه ۳۰۰۰۰ افغانۍ اخلي کنه نو په یوه بهانه او بله مو انتظار کوي.»
همدا شان په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي ښاغلي حمیدالله توخي رسنیو ته ویلي دي چې «د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې یې ۵ عملیات ترسره کړل شوي دي، چې پکې عامو خلکو ته صدمه رسیدلې ده.
یوه احصایوی څېړنه ښيې، کله چې د ۲۰۰۱م کال څخه وروسته بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې خپل شتون یقیني کړ نو د شپې اکثره عملیات به د دوی د ځواکونو له خوا ترسره کېدل.
احصایو ښوولې ده چې په دغه شپني عملیاتو کې نوي سلنه عام وګړي ځورېدلي دي او اکثره ځايي اوسېدونکي ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي شهیدان شوي دي.
احصایو دا هم په ډاګه کړې چې په یادو وحشیانه عملیاتو کې د خلکو کورونه، څاروي او نور د اړتیا وړ څیزونه له منځه تللي دي.
خو له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت د خلکو د استازو په رد کې دعوه کوي چې د ۲۰۱۵م کال له پیله چې د بهرنیو ځواکونو پوځي مأموریت په هېواد کې پای ته رسېدلی، ټول عملیات که شپني دي، که ورځني د افغان ځواکونو له لورې ترسره کیږي.
افغان ځواکونو هم دا خبره کوي چې دوی ځانګړي ځواکونه لري ښځې هم پکې شاملې دي چې د کورونو په تلاشیو کې مهم رول لوبوي، او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې عملیات که د ورځې وې او که د شپې زمونږ د قطعاتو له لورې ترسره کیږي.
خو له دې څو ورځې وړاندې د قاطع ملاتړ د ماموریت ځواکونو ویلي وو چې ځواکونو یې په افغانستان کې پوځي فعالیت درولی او کله نا کله چې کوم عملیات کېږي، رهبري یې په مستقیمه توګه له واشنګټن څخه کېږي.
د یادونې وړ ده چې د شپنيو عملیاتو پر سر د پخواني ولسمشر حامد کرزي اړیکې د امریکا سره یو څه خرابې شولې، او ورڅخه یې په جدي توګه غوښتنه وکړه تر څو دا ډول عملیات دې په هغه وخت کې ودروي، که څه هم د هغه په خوله امریکا پياز هم نه پوچاوه، او د واشنګټن په مستقیمه لارښوونه، هره شپه که به یې ضرورت وو او کنه ۴۰ شپني عملیات ترسره کول، خو اشرف غني یې د پيلولو لپاره هره ورځ د باګرام او د امریکا د سفارت دروازې ته ناست وي ترڅو مسلمان ولس ښه وځورول شي..



