د ترهګرۍ پر ضد د اسلامي هيوادو ايتلاف په نوملړ کې لا د طالبانو نوم نه شته

کابل ټکی کام قدرت الله حسین

له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د اسلامي هيوادونو د ايتلاف په نوملړ کې تر دې دمه د افغان طالبانو نوم نه شته، د دغه ايتلاف ۳۴ غړيو هيوادونو د هغو ډلو نوملړ برابر کړی، چې په وينا يې ترورستې ډلې دي او ايتلاف به يې پر ضد مبارزه کوي، خو په دې نوملړ کې تر دې دمه د افغانستان د طالبانو نوم نه شته.

دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي په مشرۍ دغه ايتلاف له افغان حکومته هم په ايتلاف کې د ګډون غوښتنه کړې، افغان حکومت تر اوسه د ګډون او نه ګډون پرېکړه نه ده کړې، خو ويلي يې دي، چې په دې اړه به غور وکړي.

ايتلاف له لسو ډېرې ډلې د ترورستانو په نوملړ کې راوستې دي، چې القاعده، اخوان المسلمين، داعش، پاکستاني طالبان، حزب الله، لښکر طيبه، بوکو حرام، کتائب القسام او نور په کې شامل دي، خو تر دې دمه په کې د افغان طالبانو نوم نه دی ذکر شوی.

د ايتلاف غړو هيوادونو القاعده او داعش په اتفاق سره ترورستې ډلې شمېرلي، خو په نورو ډلو کې بيا ټولو هيوادو اتفاق نه دی کړی، بلکې يوازې لږو هيوادونو ذکر کړې دي، چې له القاعده او داعش وروسته حزب الله او اخوان المسلمين ياد شوي دي.

خو د پوښتنې ځای دا دی، چې آيا دې ايتلاف ته د افغانستان په ورګډېدو به حکومت له ايتلافه وغواړي، چې طالبان هم خپل هدف وټاکي که نه؟ په داسې حال کې چې د نړۍ ډېری مسلمانان امريکا ته د يوه ستر استعمار په سترګه ګوري او طالبان بيا د دغه استعمار د ماتوونکي قهرمان په توګه پېژندل کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button