کابل ټکی کام فرید احمد
په مصر کې خلکو د هیواد په جمهوري نظام د تنقید مظاهرې ترسره کړي دي.
خبر زیاتوي چې د مصر خلکو نن د دغه هیواد په یولسو ولایتونو کې پراخ لاریونونه کړي دي او د ولسمشر عبدالفتاح السیسي څخه یې غوښتي دي ترڅو له واک څخه لاس په سر شي.
مظاهرچیانو سیسي یو خاین د غلام انسان یاد کړ او ترې یې وغوښتل چې له واک څخه دې لرې شي.
دغه لاریونونه له کودتا سره د مخالفت او مشروعیت څخه د ملاتړ د ملي ایتلاف په بلنه د «یو موټی شئ، بریالي کیږو» په شعار سره ترسره شول.


















