لیکنه: ډاکټرعمرمنصورعزام
د اسلام په تاریخ کې تل د اسلامي صف په داخل کې بعضې داسې کسانو شتون پیداکړی چې له اسلامي اهدافو ورته شخصي اهداف مهم وي او تل یې له اسلامي صف سره غدر او خیانت کړی او بیا له همدې وجې له صف څخه شړل شوی او یا په خپله سزا رسېدلي دي دا چې اسلامي امارت هم د تاریخ او عصر یو اسلامي صف دی نو بې له شکه بعضې کسانو به په اسلامي امارت کې په تیر او اوس کې شتون پیداکړی وي کومو ته چې له اسلامي اهدافو شخصي اهداف مهم وي د دوی بعضې هغو چې د امیرالمؤمنین رحمه الله په ژوند د اسلامي امارت سره غدر او خیانت کړی نو ده رحمه الله په خپل ژوند د هغوی په اړه وړ او مناسب اقدامات وکړل او بعضو یې بیا د موقع انتظار کاوه، کله چې د امیرالمؤمنین رحمه الله د وفات خبر خپور شو نو د امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله له وفات وروسته د صف په داخل او خارج کې ډېرو فرصت طلبو او د امیرالمؤمنین رحمه الله په لاس شړل شویو اشخاصو میدان خالي ولید او د خپلو شومو اهدافو په تعقیب شول ، دوی د خپل مخالفت لپاره ډول ډول تراشل شوي دلایل را مخته کړل ؛ ځینې یې وایي چې امیرالمؤمنین رحمه الله شهید کړای شوی دې ، ځینې وایی چې امیرالمؤمنین منصور حفظه الله د پاکستان سړی دی، ځینې وایې چې ولې زما خبره نده منل شوې؟ خو حقیقت دادې چې امیرالمؤمنین ملااخترمحمد منصور حفظه الله د امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله ټولې هغه پرېکړې چې ده رحمه الله په صف کې د مغرضو اشخاصو د مخنیوی په اړوند کولې په هماغه ډول عملي کولې او دده رحمه الله د یو ریښتیني او صادق نائب په صفت یې دده رحمه الله ټول اوامر په ښه ډول سرته رسول نو له همدې کبله د ده په وړاندې یې کینه او غوسه اوج ته رسېدلی وه خو دا چې نشوه یې ښکاره کولای دا له دې کبله چې امیرالمؤمنین رحمه الله ژوندی وو او په مقابل کې یې بغاوت بې فایدې او د ځان شرمولو ما سوا بله معنا نلری خو کله یې چې زمینه مساعده وليدله نو تر هر څه وړاندې د منصور صاحب شخصیت تر پوښتنې لاندې راووست دا چې منصور صاحب امیرالمؤمنین رحمه الله ټاکلی نو ځکه غواړي چې د امیرالمؤمنین رحمه الله سره کینه په منصور صاحب باندې راښکاره کړي ،دوي په دې اړوند د دومره پوچو او بې اساسه دلایلو څخه کار اخلي چې د همدې بې ځایه تورونو څخه په اسانۍ سره د امیرالمؤمنین منصور حفظه الله حقانیت او سپېڅلتیا څرګندېدلای شي هغه په دې ډول چې که چېرې په منصور صاحب کې دومره نیمګړتیاوې موجودې وای او یا دومره په غلطه وای نو بیا ولې امیرالمؤمنین رحمه الله منصور صاحب خپل نائب ټاکه؟
آیا امیرالمؤمنین رحمه الله د ده له شخصیت څخه نا خبره وو؟
آیا امیرالمؤمنین رحمه الله دومره کمزوری مدیریت درلود چې د منصور صاحب له کړنو دې ناخبره ؤو ؟ که منصور صاحب په ریښتیا هم دومره نیمګړتیاوې درلودای نو بیا ولې نائب ټاکل کېده؟ دا چې د پورتنیو پوښتنو ځواب طبعاً نه دی، نو بیا ولی او په کوم دلیل هغه څوک چې د نیابت لپاره د ټولو اوسنیو شخصیتونو په موجودیت کې وړ کس وو د امارت لپاره وړ کس ندې؟
او ولې د منصور صاحب د شخصیت باره کې دا خبرې پخوا نه کېدلې تر څو مشکل په هماغه وخت کې حل شوی وای؟
او ولې په منصور صاحب دا تورونه دا امیرالمؤمنین رحمه الله د وفات د خبر له خپرېدو وروسته را برسېره شو؟
دا او دېته ورته پوښتنو ته د ځواب موندلو وروسته په اسانۍ دا خبره راته معلومېدلای شي چې د منصور صاحب مخالفین څوک دي او څه غواړی؟
لله الحمد منصور صاحب هغه یواځینی شخصیت دې چې امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله د خپل نیابت لپاره د امارت د سلګونو مشرانو او سترو سترو شیوخو له منځه انتخاب کړی وو او بیا د ده رحمه الله له وفات وروسته د اسلامي امارت ټولو مشرانو ،رهبری شورا د ټولو کمېسونونو اعضاؤ او مشرانو په یو خوله د امارت د ستر مسؤلیت د پر مخ بیولو لپاره انتخاب کړ او بیا د افغانستان په لر او بر کې د ټولو ولایاتو والیانو،ولسوالانو،ډلګۍمشرانو او ټولو منسوبینو او اعضاؤ او همدارنګه د نړیوال جهادي حرکت قاعدة الجهاد مشر الشیخ دکتور ایمن الظواهري حفظه الله ورسره بیعت وکړ.
په حقیقت کې منصور صاحب د عالي قدر امیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد رحمه الله انتخاب دی چې بیا دده له وفات وروسته دده رحمه الله څخه پاتې ټولې قافلې په یو خوله تائید کړ.
( دلیکنې محتویات د لیکوال تر نظر بورې اړه لري )


















