کابل ټکی کام۲۸لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت له ګرشک ولسوالۍ څخه په یوه ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي دي چې نن ماسپښین شاوخوا درې بجې د یاد ولایت د یادې ولسوالۍ بازار ته څېرمه د شیشک نومې په سیمه کې د امنیه قومندان، لېوا قومندان او نورو لوړ رتبه دولتي چارواکو پر موټرانو باندې سرتیری برید شوی دی.
د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد د یاد برید پړه منلې او ویلي یې دي چې د دوی یو سرتیری چې خبیب نومېدو، د کرولا ډوله موټر په مټ چې په زیاته اندازه پکې قوي چاودېدونکي مواد بار وو؛ سرتیری برید ترسره شوی دی.
مجاهد وايي چې په یاد سرتیري برید کې ګڼ ټانګونه او د سپرلۍ موټر له منځه تللي دي، او دولتي چارواکو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
له بلې خوا د هلمند د امنیه قومندان ویاند ښاغلي شاه محمود اشنا رسنیو ته تأیید کړې او وايي چې «نن ماسپښین شاوخوا ۲:۳۰بجې پر امنیه قومندان محمد اسماعیل خپلواک باندې یو سرتیری برید شوی دی، چې ترې روغ وتلی دی، او درې تنه ساتونکي یې ټپيان شوي دي.»
خو اشنا د لیوا قومندان او نورو دولتي چارواکو په اړه څه نه دي ویلي.

















